نړۍ

سعودي د «وصال» په نامه تلویزون بند کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۱۵مه، ۱۳۹۳ل): د وصال په نامه عربي تلویزون چې اساسي موخه یې د شیعه ګانو د مذهب په اړه په ولس کې شعور پیدا کول وو، او د سعودي څخه خپرونې کولې، د سعودي د د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري بند کړای شو.
د دغه وزارت مسؤول عبد العزیز خوجه ویلي چې د ده وزارت به هر کله د داسي خپرونيزې وسیلې په ضد دریږي، په کوم چې ګمان کیږي، د سعودي حکومت او هیواد ته به زیان ورسوي. نوموړي ویلي چې «د هر فتنه ګر په خلاف باید ټول سعودیان ودریږي.»

باید وویل شي چې په سعودي کې هر هغه کس ته فتنه ګر ویل کیږي، چې د سعودي د شاهي نظام په اړه یو څه وايي، او یا د هغه چا په اړه خبره کوي، له چا سره چې سعودي حکومت ایتلاف کړی.

سعودي عربستان په دې ورستیو کې د امریکا او تر څلویښتو نورو زیاتو عربي او غربي هیوادونو سره ایتلاف کړی تر څو په عراق کې د اسلامي دولت په خلاف عملیاتو کې برخه واخلي، او د دې ایتلافي جګړې اکثره مالي لګښت یې پر ځان منلی دی.

د اسلامي دولت پر ضد د جګړې له امله سعودي له ډیري مودې وروسته د ایران سره اړیکي ښې کړې، او په تیرو څو ورځو کې هغه شیعه عالم (نمر باقر النمر) چې په اعدام محکوم شوی و، هم ښکاري چې د همدې ښو اړیکو په پایله کې دې ازاد شوی وي.
بل خوا د سني مذهب مشهوره علماء لکه دکتور محمد بن عبد الرحمن العریفي د حج په مراسمو کې په بد نظمي باندي د نيوکې له کبله بندي خانې ته لیږدول شوی، او ویل کیږي چې نور هم ډیر علماء او عام خلګ په ډیر کم سیاسي یا اداري انتقاد باندي په زندانونو کې ساتل کیږي.

له دې پيښي وروسته سعودیانو په ټولنیزي پاڼي ټویټر کې مختلف نظرونه ورکړي، که څه هم ځینو خلګو یې حمایت کړی، ولي ډېری ولسي وګړو بیا هم د وصال تلویزون د بندولو په خلاف کلک غبرګونونه ښکاره کړي.

د دکتور علي الربیعي په نامه سعودي عالم ویلي چې «سعودي ته په کار دي هغه ایراني چینلونه بند کړي، چې شپه او ورځ د سعودي په خلاف تبلیغات کوي، او ورسره یې د هغوی ټولو تلویزونونو نومان او ادرسونه ذکر کړی.»

یو بل کس لیکلی چې 65« تلویزونونه او راډیوګاني په عربي نړۍ کې شپه او ورځ صحابه کرامو ته بد او رد وايي، د نبي صلی الله علیه وسلم پر بي بيانو باندي بد او رد واي، او د حکومتونو له خوا حمایه کیږي، خو چی د هغوی ټولو ځواب ویلو ته یو منبر پيدا سو، هغه هم د منافقینو له خوا بنده کړه شو.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x