افغانستان

د ناټو نوی سرمنشي په نا څاپي سفر کابل ته راغی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۱۵مه، ۱۳۹۳ل): د ناټو نوی سرمنشي جیمز سټولټنبرګ نن په یوه نا څاپي سفر کابل ته راورسید، چې نېغه يې د ناټو د غړو هېوادونو له خوا د افغان عسکرو روزنتون څخه لیدنه وکړه.

په بروکسل کې د شمالي اتلانتیک ټړون مطبوعاتي دفتر نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دناټو نوی سرمنشي به افغانستان ته پخپل لومړي سفر کې د ګډحکومت له مشرانو سره وګوري.

ناټو په افغانستان کې په پوځي ماموموریت سربېره د افغان عسکرو روزنیز ماموریت هم لري، چې تر اوسه يې ۳۵۰۰۰۰ تنه افغان عسکر روزلي او جګړې ته تیار کړي دي.

د ناټو نوي سرمنشي د افغان عسکرو د روزنې له دې مرکز څخه د لیدنې په وخت کې وویل چې دوی به خپل روزل شوي افغان عسکر یواځې نه پرېږدي.

نوموړي وویل: «ما دلته په لوړه کچه روزل شوي افغان افسران ولیدل.»

ویل کېږي د ناټو سرمنشي به له غرمې وروسته د ګډ حکومت له مشرانو سره هم وویني.

دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ د ګډ حکومت اجرایوي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله یوازې  په افغانستان کې ناټو عسکرو له قومندان جنرال کمپیل سره وکتل.

په ناسته کې د ناټو عسکرو قومندان د ګډ حکومت اجرايوي رییس ته د امنیتي حالاتو اړوند راپور ورکړ او عبدالله عبدالله هم پرې د همغږۍ د پاللو غږ وکړ.

د شمالي اتنلانتيک دفاعي تړون یا ناټو په ۱۹۴۹م کال د اپريل په څلورمه د امریکا په مشرۍ رامنځ ته شوه، چې تر دې دمه اته ویشت غړي هېوادونه لري.

ناټو اد مریکا په مشرۍ له «تروریزم» سره د مقابلې په نامه په افغانستان یرغل وکړ، چې اټکل کېږي سږنی کال به يې د پوځي ماموریت وروستی کال وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x