نړۍ

فلسطيني موتر چلوونکی، چې ګڼ يهودان يې په موتر وهلي و، شهيد شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۱۵مه، ۱۳۹۳ل): د اسراييلي پوځ وياند ليبر پيټر ليرنر په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، چې هغه فلسطيني موټر چلوونکی يې وژلی، چې تېره ورځ يې ګڼ اسراييلي يهوادن په موټر وهلي و، چې دوه يې ځای پر ځای وژل شوي وه او نهه نور يې ټپيان و، چې د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت خطرناک ښوول شوی دی.

عربي رسنۍ وايي، چې يو فلسطيني موتر چلوونکي «فورد ټرانزيټ» ماډل سپين ډينا ډولی موټر الشيخ جراح سيمې کې پر شمعون سرک پر هغو يهودانو وخيژاو، چې د سرک تر غاړې ولاړ و او دوه اسراييلي يهودان يې ووژل او نهه نور يې ټپيان کړل.

شېبه مخکې د اسراييلي پوځ وياند اعلان وکړ، چې نوموړی فلسطيني موتر چلوونکی يې وژلی دی.

الشهاب خبري اژانس د نوموړي موټر چلوونکي هويت په ډاګه کړی او زياتوي، چې نوموړی موټر چلوونکی ابرهيم العکاري المقدسي نوميده، چې د اسراييلي ښکېلاکګرو له لوري شهيد کړای شو.

په ويډيو کې هغه صحنه شته، چې ابراهيم العکاري پر يهودانو موټر ور خيژوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x