د امت لويان

د صبر لمر، عروة بن زبیر رضی الله عنه-وروستۍ برخه

ابوبکر احمدي

پنځمه او آخري برخه

طبیبانو يي علاج کاوه او دی رضی الله عنه ټوله ورځ بې هوشه پروت وو چې دا د عروة رضی الله عنه په ژوند کې هغه یوازنی ورځ ده چې ده د خپلې ځوانیه بیا د مرګ تر وخته د قرآن کریم هغه معینه وظیفه چې څلورمه حصه د قرآن مجید وه ځيني پاته سوې ده یا په بل عبارت دغه بې هوشي ددې سبب شوه چې عروة رضی الله عنه د قرآن مجید هغه خپل ورځنی وظیفه ونه ویل او دا هغه یوازنۍ ورځ او اول وار دی چې دده د ځوانۍ د شروع څخه دغه د ثواب کار ځیني پاته کیږي .

کله چې عروة ابن زبیر رضی الله عنه د بې هوشۍ څخه پر هوش راغلی نو يي هغه خپله پرې شوه پښه را وغوښته ! پښه يې ورته راوړل او ده په لاس کې سره اړول او ویل يې قسم په هغه ذات چې د شپې په تاریکیو کې به يې زه په تا سره د لمانځه د ادا کولو لپاره مساجدو ته بیولم هغه خبر دی چې زه هیڅ کله په تا سره حرامو ځایو ته نه یم تللی او بیا يې د معن ابن عوس شاعر هغه بیتونه د ځان سره وویل چې وايي :

یعني قسم دی ما خپل لاس د شک شي او تهمت ځای ته نه دی غځولی

او نه زما پښو زه د فحشا ځای ته وړی یا بیولی یم

او نه زماغوږو او نه زما سترګو زه فحشا ته ور وستلی یم

او نه زما فکر او زما عقل ماته د فحشا ښوونه کړې ده

او زه پوهېږم چې ماته د زماني څخه کم نوی مصیبت نه دی رارسیدلی

مګر هغه مصیبت راته رارسیدلی دی چې تر ما د مخه هم بل چاته هم رسیدلی دی

د وخت پاچا ولید ابن ملک ابن مروان ته دغه حالات چې دده ګران او معززه مېلمه ته په څو لږو ورځو کې ور پېښ شوه ډیر سخت او خواښینونکې وه چې یو يې ځوان زوی د لاسه ورکی اوبل یې پښه پرې شوه

نو يې د خپل مېلمه د تعزیت او صبر کولو د پاره د هرې وسیلې څخه کار اخیستی خو تقدیري داسي پېښه شوه چې د بني عبس د قبېلې یوه ډله وه دارالخلافت ته د مېلمنو پر قسم او د خلېفه د لیدلو لپاره راغله چې په هغو کې یو ړوند سړی هم وو د وخت خلېفه د سړي څخه د هغه دړندېدېدلو سبب وپوښتی ؟ سړي وویل یا امیرالمؤمینین زما کیسه ډیره عجیبه او غریبه کیسه ده هغه دا چې د بني عبس په ټوله قبيله کې داسي څوک نه ووچې تر مادي يې مال ، کورنۍ یا اولاد ډیر وي هم مالداره وم او هم مي ډیر اولادونه درلودل یووخت ما د خپله ټوله ماله او خپلي ټولي کورنۍ سره په هغه شله کې واړول چې زما د قوم کورونه هلته وه خو پر دغه شله د اوبو داسي سېل راغلی چې موږ يې هيڅکله داسي مثل نه وو لیدلی . سیل زما ټوله مال زما ټوله کورنۍ او زما اولادونه یووړل ماته يې بیله یوه اوښه او بیله یوه کوچني اولاده چې تازه زیږېدلی وو بل څه نه راپرېښول . زما دغه اوښ یاغي وو او را څخه ويې ځغستل ما دغه ماشوم پر ځمکه پرېښودی او په اوښ پسې مي وځغستل څه لانه وم تللی چې د ماشوم چیغي مي واورېدیې چې ورته ومي کتل د ماشوم سر د شرموښ په خوله کې وو او ماشوم يې خوړی ، ما د ماشوم پر طرف ور وځغستل خو دغه کوشش مي بې فايدې وو ځګه شرموښ هغه خوړلی او وژلی وو او هغه پاته يي د ځان سره یووړی بیرته مي په اوښ پسې ور وځغستل خو چې زه ورنژدې شوم اوښ په داسي لغته سره پر مخ ووهلم چې تندی يې را مات کړی او په سترګو ړوند شوم نوزه په یوه شپه کې بې کورنۍ ،بې اولاده ،بې ماله او بې سترګو شوم .

ولید ابن عبدالملک خپل نوکر ته وویل : دغه سړی عروة ابن زبیرته وروله چې دی دغه خپله کیسه وهغه ته بیان کړي او هغه پوه شي چې په خلګو کې داسي څوک هم شته چې تر ده يې تکلیفونه او مصیبتونه ډیر دي .

نو مسلمانانو وړونو او خویندو هر کله چې تکلیف در پېښ شي د عروة رضی الله عنه او دغه ړوند سړي کیسه در پیاد کوی او دا هم باید درته معلومه وي چې دغه تکلیف تر تا دمخه نورو انسانانو ته هم پېښ شوی دی .

ته هغه اول انسان نه يي چې په دغه درد، رنځ ،تکلیف او مشکل اخته کېږې .

کله چې پس له څه مودې عروة رضی الله عنه پر یوه بوده مدینې منورې ته روړل سواو خپل کورته يې ورننویستی معلومه خبره ده چې د کورنۍ ټول کسان ددغه حال په لیدلو سره چې د عروة رضی الله عنه پښه پرې ده ډیر وار خطا او غمجن سوه خو عروة رضی الله عنه په دغه وخت کې ډیري ښایسته جملې وویلې او دخپلي کورنۍ پر غړو يې ږغ کړل پام کوی چې پر دغه حال زما په لیدلو وارخطانه سئ او دغه حال لوی مصیبت ونه بولی !

الله جل جلاله په څلور زامنو احسان راباندي کړی وو اوبیا يې یو را څخه واخیستی او درې يې راپرېښول   … ده جل جلاله لره دي حمد وي

الله جل جلاله څلور اندامونه راکړي وه او بیا يې یو اندام راڅخه واخیستی او درې يې را پرېښول … ده جل جلاله لره دي حمد وي

په الله سره قسم چې الله جل جلاله لږ را څخه واخیستل او ډير یې را پرېښول .

که يې یو وار په ناروغي اخته کړی یم خو ډیر ځله يې صحت او عافیت راکړي دي

کله چې د مدينې منورې خلک ددوی د امام او عالم عروة ابن زبیر رضی الله عنه په رارسیدلو خبر سوه نو له هره طرفه د غم شریکۍ او د فاتحې لپاره دده کور ته ورتله او هر چادوې درې داسي خبري ورته کولې چې د عروة رضی الله عنه درد او غم په سپک سي خو عروة رضی الله عنه وايي هیچا د تعزيې او غم شریکۍ داسي خبري نه دي راته کړي چې د محمد ابن ابراهیم ابن طلحه رضی الله تعالی عنهم تر خبرودي ښې خبري او ښه الفاظ وي . ځکه ابراهیم ورته وویل : زېری در کوم یا اباعبدالله خلګ په تعجب کې سوه ځکه ټول خلګ ورته وايي الله جل جلاله دي يې ښه بدله در کړي ، الله جل جلاله دي ښه درسره وکړي ، الله جل جلاله دي په دغه مصیبت کې ستا کومک وکړي خو ابراهیم ابن محمد ابن طلحه ورته وايي : زېری درکوم یا ابا عبدالله چې ستا د اندامو څخه یو اندام او ستا د زامنو څخه یو زوی تر تا د مخه جنت ته ولاړل او دغه نور به هم انشاء الله تعالی په هغو پسې ورځي او الله جل جلاله ستا له جسم څخه هغه څه موږ ته را پرېښول چې موږ وه هغه ته اړ او محتاج یو او هغه ته ضرورت لرو چې هغه ستا علم ، ستا فقه ،ستا پوهه او عقل دي الله جل جلاله دي ستا په دغو شیانو سره تا او موږ ته نفع او فایده راورسوي ، الله جل جلاله تا د ښې بدلې درکولو مالک او ستاسره د ښه حساب کولو ضامن دی . عروة رضی الله عنه په دغه زيري سره خوشحاله سو ځکه دا ديري ښایسته ، له امیده ډکي او خوشحالونکي جملې وې .

پای

 د الحاج مولوي عنایت الله علمي له غږیږو خپرونو نه په مننه !

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x