حنیف اتمر

حنیف اتمر د چا پیروي کوي؟

میرویس شینواری

د کله نه چه د مارکسیزم او کمونیزم د بشریت ضد فلسفی بنیاد ایښودل شوی دی له هماغی دور څخه ددی منحوسی ، مردودی او دبشریت ضد ایډیالوژی پیروانو خپلو موخو ته د رسیدلو لپاره داسی جنایتونه او کړنی تر سره کړیدي چه د بشریت په تاریخ کښی ساری نه لري، ددی کرغیړنو عملونو تر څنګ ددی توری مفکوری لارویانو لومړی هدف د یوی ټولنی عقاید او مذهب له منځه وړل دي چه دا مونږ پخپلو سترګو ولیدل

له دغه پورته مقدمی څخه می مقصد دادی چه ددغی انسانیت ضد فلسفی لارویان اوس هم په ډیرو ټولنو او همدارنګه زمونږ په ټولنه کښی شته خو اوس یی صرف د خپلو ګټو لپاره لباس بدل کړیدی اما په حقیقت کښی اوس هم د د لیننیزم او مارکسیزم توری مفکوری سنګردران دي

یو څو ورځی وړاندی د افغانستان یوه چارواکي حنیف اتمر په هند کښی د یوی وینا په ترڅ کښی د دینی مدرسو د بندولو غوښتوونکی شو چه کله ما دهغه دا خبری واوریدلی ما ته ددی ګوډ شیطان تیر وخت را په یاد شو چه دی هم د همدی مارکیسستی فلسفی پخوانی لاروی دی او دده دا خبری د دغی فلسفی بنیاد دی چه په لومړی مرحله کښی د ټولنی مذهبي اساسات له مينځه وړل دي

خو ددی توری مفکوری خاوندان الله ( ج) د عقل او استعداد څخه داسی محروم کړيدي چه دوی د تاریخ څخه عبرت نه اخلي او دا نه ګوري چه ستاسو بادارانو دغه ارمانونه ځانونو سره ګور ته یوړه

دغه بی ضمیره خیرن فکري د مارکسیستي او لینني مکتب ناپوهان باید په دی پوه شي بد عمل د هر چا انفرادي کار دی او په نړي کښی دا ټولی اوسنی بدبختی د مدرسو نه بلکه فاکولتیانو او پوهنتونیانو جوړی کړيدی د نوری نړی بیلګی به پریږدو دا د افغانستان دغمیزی بنیاد ایښودونکي څوک وو ایا د اتمر د مفکوري ملګري حفیظ الله امین چا چه زرګونه بی ګناه افغانان ژوندي ښخ کړل د مدرسی څخه فارغ شوی وو او که امریکا د مشهور پوهنتون کولمبیا څخه؟ ایا د میراکبرخیبر، کارمل، ترکی په څیرجنایتکاران د مدرسو څخه فارغ شوي وو؟ د نړی په سطحه د میلیونونو انسانانو وحشي قاتلین ا و جنایتکاران لینن، اسټابین،ماو،هټلر،مسولیني او د نوي عصر فرعونونیان بش او اوباما په څیر وحشيان چه هر یو یی میلیونونه بی ګناه انسانان د خپلو ناروا ګټو لپاره ووژل او اوس یی هم وژني ایا په مدرسو کښی او یا د نړی په مشهورو پوهنتونو کښی روزل شوی وو او دي؟

دغو مدرسو زمونږ ټولنو ته داسی لوړ او دراند شخصیتونه روزلي دي چه د انګلیس ښکیلاک څخه یی ازادی ګټلي دي

حنیف اتمر باید لومړی تاریخ مطالعه کړي او بیا خپله خوله وخوځوي زمونږ د هیواد په لرغوني او زرین تاریخ کښی مدرسو د سترو غازیانو لکه ملا چکنور صاحب، د نازیانو باره خیلو ملا صاحب، دهډی اخندزاده صاحب،ملا مشک عالم صاحب،د ترنګزو حاجي صاحب، میا عبدالودود صاحب( د سوات پخوانی والي) او نور داسی ډیر مجاهدین او د ازادی نومیالي پتنګان د افغان غیرتي ولس په غیږ کښی روزلي دي چه تاریخونه پری ویاړي او په ټوله کښی داسی مثالونه شته چه د اتمر په څیر د وخت پوچ مغزي د هغوي د پښو خاورو ته هم نشي رسیدلای

اتمر دی د همدغه هندوستان چه ده په کښی د مدرسو د بندیدلو خبری کولی تاریخ ولولي چه هند ته د انګیریزي ښکیلاک څخه ازادي چا اخیستی ده دهند د براعظمګي د ازادی اخیستوونکي خو جناح اوګاندهي نه بلکه د دارالعلوم دیوبند څخه فارغ شوي علماء وو د مولانا محمودالحسن هندي رح ،مولانا شبیر احمد عثماني، مولانا حسین احمد مدني، مفتي کفایت الله، مولانا ابوالکلام ازاد،مولانا عبدالحق او مفتي محمود په څیر اشخاص د هند د نیمی وچی د ازادی ګټوونکي وو، نن هم چه کله هندوان د دیوبند د مدرسی تر مخ تیریږي په دواړه لاسونو مدرسی ته سلام کوي او چه پوښتنه تری وکړی چه ته خو هندو یی د مسلمانانو مدرسی ته ولی سلام کوی نو وایی چه( اج جو ہم اجاد ہيں تو این مدرسے کے برکت سے ہے) یعنی نن چه مونږ ازاد یو ددی مدرسی له برکته ازاد یو چه ددی مدرسی علماو مونږ ته ازادي ګټلی ده او دا نظر د یو غریب څخه نیولی تر سیاستوالو پوری د ټولو هندیانو دی

مدرسی د اسلام سپیڅلي دین ستنی دی او دا به انشاالله همیشه ابادی وي او که څوک ددی مقدسو ځایونو د له منځه وړلو په کوشش کښی دي دا ارمان به انشاالله د خپلو بادارانو په څیر ګور ته یوسي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د