افغانستان

یوناما: جنګیالي باید ماشومان ونه جنګوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۱۵مه، ۱۳۹۳ل): یوناما وايي د افغان عسکرو په لیکو کې د ماشومان جلب او جذب باید نور پای ته ورسېږي او جنګیالي باید ماشومان ونه جنګوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر د بشري حقونو مسووله جورجت ګنیون وايي چې په پوځي برخه کې د ماشومانو جلب او جذب خورا اندېښمنوونکې خبره ده چې باید نوره تکرار نه شي.

د ملګرو ملتو عمومي دفتر په افغانستان کې په امنیتي یا نظامي برخه کې د ماشومانو د جلب او جذب د مخنیوي په خاطر مسوده ترتیب  کړې ده چې د دوی په فکر د افغان ماشومانو دحقونو په برخه کې به یو ښه ګام وي.

یوناما په داسې حال کې د افغان عسکرو په لیکو کې د جذب د مخنیوي موضوع را وړاندې کوي، چې د ملګرو ملتو د سرمنشي په ځانګړي راپور کې یواځې په ۲۰۱۳م کال کې نږدې سل تنه ماشومان د دولت له لوري جذب شوي دي، چې د راپور له قوله د ځينو ماشومانو عمر تر اته کلنۍ رسېده.

اوس هم د افغان عسکرو په لیکو کې ګڼ شمېر ماشومان ټوپک په اوږه ساتل کېږي.

په ورته وخت کې د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې په نظامي برخه کې د ماشومانو د ډېر جذب علت داهم ښوودل شوی دی، چې د سیمو اربکیان د ماشومانو کورنۍ په زور دې ته اړباسي چې د دوی لیکو ته ورشي، کنه کورنۍ مجبوره ده چې د څو تنو اربکیانو میاشتنی معاش پر ځان ومني.

تر دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو عمومي ادارې، د بشري حقونو فعالانو او په افغانستان کې له ماشومانو سره د ونډې صندوق یا یونسف هم د په جګړه کې د ماشومانو د ښکېلتیا مخالفت کړی دی.

یاده دي وي چې تیره ورځ نن ټکی آسیا د اربکیانو په لیکو کې د کم عمره ماشومانو په اړه ځانګړی راپور خپور کړ، چې پکې يې د اربکیانو په لیکو کې د ماشومانو د جلب او د دوی په پوستو کې له ماشومانو سره دچلند اړوند مستند معلومات خپاره کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x