نړۍ

پيښور ته څېرمه د سرحدي عسکرو «FC» دوو موټرو د ټکر له امله دوه تنه مړه او ۴۵ ټپيان شوي دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۱۵مه، ۱۳۹۳ل): د خيبرپښتونخوا کوهاټ ولسوالۍ څخه شبقدر ته راتلونکي د سرحدي عسکرو «FC» دوه بسونه خپلو کې د ټکر له امله دوه سرحدي عسکر مړه او پنځه څلويښت ټپيان شوي دي.

پيښور کې د سرحدي عسکرو د مرکزي دفتر يو لوړپوړي مشر رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې دواړه بسونه کوهاټ څخه شبقدر ته خپلې قرارګاه ته روان وو، چې پيښور ته څېرمه ځنګلي نومې سيمې سره خپلو کې ټکر شول.

چارواکي وايي، چې له پېښې وروسته دوه عسکر ځای پر ځای مړه شوي او شاوخوا پنځه څلويښت ټپيان يې د پيښور مرکزي «ليډي ريډينګ»روغتون ته لېږدولي، چې د ګڼو عسکرو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښوول شوی دی.

د ليډي ريډينګ روغتون ډاکټران وايي، چې روغتون کې يې بېړنی حالت اعلان کړی او د ټپيانو درملنه روانه ده او د ګڼو ټپيانو روغتيايي حالت د انديښنې وړ دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x