fbpx
quran khlas

په قرآن کې ارواپوهنه ـ دوولسمه برخه

ژباړن: دادمحمد ناوک

درېيم څپرکى
نور انفعالونه

له يادو انفعالونو پرته، په قرآن کريم کې ځينې نور انفعالي حالتونه هم ياد شوي دي، لکه: شرم، ننګ او غرور. مثلاً کله چې موسى عليه السلام له فرعونه لاړ او په مدين کې لومړى ځل د څاه پر سر له نجونو سره مخ شو او د هغوى پسونو ته يې اوبه ورکړلې؛ نو نجونې په ډېر شرم له موسى عليه السلام نه غواړي، چې له دوى سره لاړشي او له پلاره يې د پسونو  د اوبولو مزدوري واخلي. دغه حالت په خپله د شرم د انفعالي حالت انځور راکوي:

ژباړه: نو له دوى داوړو نه يوه (موسى عليه سلام) ته په حيا کې راغله ويې ويل: زما پلار دې غواړې، چې تاته زموږ د (پسونو) د اوبولو مزدوري درکړي.(قصص، ٢٥ آية)

د ننګ احساس هماغه د شرم درک دى، خو درک له رسوايي، ذلت، خواري او عاره سر ه مل وي.الله جل جلا له په قرآن کريم کې د کفارو او منافقينو دنيوي او اخروي ننګ ته اشاره کړې ده. په ځينو خلکو کې ځان لوړ ګڼل هم يو پېچلى انفعالي حالت دى او دغه هماغه غرور، خپل ځان ښه ګنل او تکبر دى. دغه حالت د ځينو خلکو پوره ځانګړنه ګرځي او پر همدې پېژندل کېږي. قرآن کريم د انسان له پاره د ځان لوړګڼل، بد ګڼلي او په څومره بليغ، فصيح او خوندور انداز يې فرمايلي دي:

ژباړه: پر ځمکه په غرور او نخرو مه ځه! بې شکه نه به ځمکه څيرې کړې (په پښو دربولو) او نه به له غرونو سره (د جګ،جګ ګرځېدو) په لوى والي کې ورسېږې.(اسرائيل، ٣٧آية)

پر همدې اساس ځان لوړ ګڼل منع شول او لوړ ګڼل هلته تحقق پيداکوي، چې بل ټيټ وګڼل شي او دغه حالت قرآن منع کړى دى. ځکه چې مؤمن د مؤمن ورور دى.

قرآن د منافقانو د ځان لوړ او پوره ګڼلو په اړه فرمايي:

ژباړه: اوکله چې دوى ته وويل شي: راشئ! دالله رسول درته بخښنه وغواړي خپل سرونه تاوکړ(مخ واړوي) او ته دوى وينې چې څنګ کې په داسې حال کې چې لويې کوونکي دي.(منافقون، ٥آية)

همدارنګه په قرآن کې  د ځان لوړ ګڼلو، لويه نمونه د فرعون يادونه ده:

ژباړه: نو ويې ويل: زه ستاسې لوى رب يم.(نازعات، ٢٤آية)

ي_ له انفعال سره بدني بدلون:

کله چې په انسان کې يو انفعالي حالت راځي،په بدن کې يې هم له فزيولوژيکې نظره ډېر بدلون راځي، لکه د مخ رنګ يې بدلېږي، رګونه يې پړسېږي،د زړه دربا يې ډېرېږي…

په قرآن کريم کې دزړه د دربا او دوينې د ډېرښت او تېزتګ اړوند داسې ويل شوي دي:
ژباړه: هغه وخت درياد کړئ، چې (د خندق په غزاکې) کفار لاندې باندې پر تاسو حمله کوونکي شول، سترګې وازې شوې، ساوې مريو ته راغلې او دالله جل جلاله پر وعده يې ګومانونه مختلف کړل، ( ريښتيني مؤمنان د اسلام پر فتح او حق وعده نېک ګمانه، او نور بدګمانه وو) هلته مؤمنان و آزمېيل شول، (او په ايمان کې کمزوري) سخت ګيره شول.(احزاب، ١٠_١١ آية.)

په قرآن کې ډېر اياتونه شته چې پکې د قيامت دورځې، د خوښۍ ، غم او خپګان انځورونه او د خلکو د انفعالي حالت څرګندونه شته،الله جل جلا له د قيامت په ورځ د کفارو د لوى غم ،وېرې، او دوزخ ته د تللو د ډار له امله د هغوى د مخونو د بل ډول کېدلو په اړه فرمايي:

ژباړه: او دقيامت په ورځ به هغه خلک چې پر الله جل جلا له يې دروغ ويل ، ووينې چې ټول مخونه يې تور شوي دي…(زمر، ٦٠آية)

همدارنګه په قرآن کې د مؤمنانو د خوښۍ، او جنت ته دتللو د خواږه انتظار په اړه الله جل جلا له فرمايي:

ژباړه: په هغه ورځ هغه مخونه (چې ايمان لرونکي دي) (لکه سپين سهار) خندان او خوښ به وي.(عبس، ٣٨_٣٩آياتونه)

په انفعالي حالت کې د انسان بدن په کلي توګه بدلېږي. د خوښۍ او کاميابي په وخت کې انسان هسکه غاړه ،جګې سترګې او نېغه سينه ښکاري. خو که د شرم، ننګ او ګنا په وخت کې ورته کتل شي، پښېمانه، سرځوړند او سره ننوتى ښکارېږي. لکه له چا چې ځان پټوي.

يو بل ډول بدلون چې د انفعالي حالت په وخت کې د انسان په بدن کې پيداکېږي، د سر د ويښتانو او د بدن د پوستوکي شخ کېدل دي، چې دغه حالت د بدن دلړزې سبب کېږي او د دغې لړزې په اړه الله جل جلا له فرمايي:

ژباړه: الله جل جلا له (ټوټه_ټوټه) قرآن خوږ او ښايسته کتاب نازل کړ، سره ورته مکرر غبرګ دى (د اعجاز او فصاحت په کمال)، (او پکې د الله جل جلا له او د الله جل جلا له د خاصانو ستاينه) تکرارېږي، چې د (قرآن د آياتونو) له تلاوته له الله جل جلاله د ډارېدونکو خلکو غوني ځېږه شي او لړزېږي. او (د رحمت  په آياتونو) بيا ارام او سکون اخلي…(زمر،٢٣آية)

د الله جل جلا له په دې مبارک کلام کې د هغه څه په اړه يادونه شوې چې د انسان د سکون او ارامي سبب کېږي، چې هغه د الله جل جلا له ياد دى او د الله جل جلا له ياد يعني عبادت.

پاتې شته.

تېره برخه دلته لوستی شئ.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د