د نن سرلیکنه

نوې کابینه به کله او د کومو معیارونو له مخې جوړیږي ؟ ـ سرمقاله

نن ټکی اسیا ـ سرمقاله: وړمه ورځ د ولسمشر ویاند د یوې خبرې ناستې په ترڅ کې رسنیوته وویل چې تر راتلونکو دوو اونیو پوري به نوې کابینه جوړه شي.

ولسمشر اشرف غني د تحلیف په مراسموکې هم د نوې کابینې د عاجل تشکیل ژمنه کړې وه ، واشنګټن چې نوی حکومت د خپلو هلوځلو محصول بولي هم له کابله غواړي په چټکي سره خپله نوي کابینه جوړه کړي ، ولسي وګړي چې اداري کارونه یې د سر پرسته وزیرانو د شتون له امله په ټپه ولاړ دي هم د یادې کابینې پر ژرجوړیدو ټینګار لري.
خو له دې ټولو وجوهاتوسره سره بیاهم نوې کابینې تر دوو راتلونکو اونیو پوري نوره هم وځنډیده.

د اشرف غني په مشرۍ نوی حکومت چې د بهرنیو مصلحتونو له مخې رامنځته شوی راتلونکې کابینه به یې هم خامخا د خارجي مصلحتونو او همداراز د حکومت د غړیو د شخصي مفاداتو پرمعیاربناء وي.

هغه توقعات چې عام ولس یې د کارونو د پرمختګ او بهبود په اړه له راتلونکي کابینې څخه لري فکر نه کیږي چې ترسره دي شي؛ ځکه د ښاغلي اشرف د نوې کابینه غړی به هم ټول د ده په څیر د پخوانۍ تجربه شوې ناکامې او په فساد مشهورې ادارې له پاتې شونو څخه وي ، همدغه آزمایل شوی مفسدین که په هرمسؤلیت او منصب کې راوستل شي د هغوي کړه وړه او فعالیت به بیاهم فساد وي چې اولس له تیرو ۱۳ کلونو راهیسې دغه واقعیت دسر په سترګو لیدلی.

ښاغلی ولسمشر د نوې کابینې په تشکیل کې د مسلکي پوهي او کدري صلاحیت په شتون ټینګار کوي ، خو که په دې اړه د نوموړي قول او عمل ته وکتل شي نو د ده د لومړی مرستیال ښاغلی جنرال دوستم په انتخاب کې نه مسلکیتوب په پام کې نیول شوی او نه هم اداري او کدري صلاحیت.

داچې د یوه دولت لومړۍ درجه چارواکي بي تحصیله او غیر کدري کسان وي دهغه د کابینې په غړیوکې به څه ډول لیاقت او مسلکیتوب رعایت کړای شي؟

ښايي ولسمشر دخپل حکومت د ښه فعالیت او پرمختګ لپاره ښه نوښتونه په پام کې ولري ، خو د ده په حکومت کې موجود مصلحتونه دی دیته مجبوروي چې په راتلونکي کابینه کې مصلحتونو ته په مسلکیتوب او لیاقت باندې ترجیح ورکړي.

پرنوموړي باندې د همدي اجباري مصلحتونو له مخې د افغانستان د اساسي قانون خلاف اجرائیه رئیس ومنل شو، هغه هم داسې څوک چې نه علمي کدر دی او نه دیوه کامیابه ماموریت د ترسره کولو ښه سابقه لري.

همدا راز د غه اجباري مصلحتونه دي چې د نوي حکومت له اعلانه یوه میاشت وروسته هم ټول اجراآت د سرپرسته وزیرانو لخوا پرمخ وړل کیږي او ولسمشر د دائمې کابینې پر جوړولو لاندی توانیدلی.

بناء ویلای شو چې راتلونکې کابینه که هروخت جوړیږی هغه به هم د پخوانۍ ناکامې ادارې یوه کافې وي چې د غړیو انتخاب به یې یواځې د شخصي مصالحو د معیار پر اساس وي نه د وظیفوي لیاقت او وطن دوستي د اساساتو پر بناء.

د نن ټکی اسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x