ورزش

د کرکټ نړیوالې ادارې د کال غوره لوبغاړي کاندیدان اعلان کړل

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۱۵مه، ۱۳۹۳ل): د کرکټ نړیواله اداره هر کال د کرکټ مختلفو لوبو کې د غوره لوبغاړي نومونه اعلانوي چې له هغوي څخه هره برخه کې یوازې یو کس د جایزې گټونکی اعلانیږي. روان کال کاندیدانو کې محمد نبي عیسی خیل او سمیع الله شینواری هم شامل دي چې افغانانو لپاره ډیر خوشحالوونکی خبر دی.

دغه کاندیدانو کې دوه لوبغاړي میچل جانسن استرالیايي توپ اچونکی او کمار سنگکارا سریلانکايي توپ وهونکی له نورو ټولو لوبغاړو څخه مخکې دي. کمار سنگکارا ټیسټ یو لوبه کې ۴۰۰ منډې جوړې کړې چې خپل یوازې یو وار کې ۳۰۰ منډې کړې وې.

گارفیلد سوبر جایزې ته د سنگکارا او جانسن سربیره د سویلي افریقا تکړه توپ وهونکی ډي ویلیر هم نوماند دي چې له سنگکار څخه وروسته په ټیسټ لوبو کې تر ټولو زیات منډې جوړې کړې.

دلته د کرکټ نړیواله اداره او د دغې جایزې نوماندان درپیژنو:

۱- گارفیلد سوبر جایزه:
د دغې جایزې نوماندان عبارت دي له: ډي ویلیرز، میچل جانسن، انجلو متیوز او کمار سنگکارا

۲- ټیسټ لوبو غوره لوبغاړي جایزه:
نوماندان: میچل جانسن، انجلو متیوز، کمار سنگکارا او ډیوډ وارنر.

۳- د یوې ورځنیو سیالیو غوره لوبغاړي جایزه:
نوماندان: کوینټن ډي کوک، ډي ویلیرز، ویراټ کولي او ډېل سټېن.

۴- د ښځو یوه ورځنیو سیالیو غوړه لوبغاړې جایزه:
نوماندان: چارولیټ ایډوارډ، میتالي راج، سارا ټیلر او سټیفني ټیلر

۵- د نويو لوبغاړو غوره لوبغاړي جایزه:
نوماندان: کوري انډرسن، گیرې بیلنس، جیمي نیشم او بېن سټوکس.

۶- غړیتوب حاصل کوونکي هیوادونو غوره لوبغاړي جایزه:
نوماندان: کلم میکلیوډ، پریسټن مومسین، محمد نبي او سمیع الله شینواري.

۷ـ شل اوریزو سیالیو غوره لوبه کوونکی لوبغاړی جایزه:
ایلیکس هیلز چې د سریلانکا په خلاف ۱۱۶ منډو جوړولو سره نا سوځیدلی پاتې شو.

اېرون فینچ چې د انگلینډ په خلاف ۱۵۶ منډې جوړې کړې.
رانگانا هیرات چې د نیوزیلینډ په خلاف غوره توپ اچونه وکړه.

۸- ډیویډ شیفیرډ د غوره لوبڅار جایزه:
دغې جایزې ته د کرکټ نړیوالې ادارې ټول ۱۲ لوبڅاران نوماند دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x