افغانستان

د غزني خلکو د والي پر ضد لاريون وکړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۱۵مه، ۱۳۹۳ل): د غزني ولايت ګڼو سپين ږيرو او ځوانانو د غزني د سرپرسرت والي موسی خان اکبرزاده پر ضد لاريون وکړ او له مرکزي حکومته يې د نوموړي د لرې کولو غوښتنه وکړه.

لاريونکوونکو د والي او امنيتي ځواکونو پر ضد شعارونه ورکول او ويل يې، چې والي او امنيتي ځواکونه د خدمت پر ځای دوی سره دښمني کوي او د دوی ګڼ دوستان او خپلوان يې بې له کوم جرمه بنديان کړي دي.

د لاريون يو سپين ږيري ګډونوال وويل، چې د اندړو ولسوالۍ بلال خيلو سيمه کې يو ځوان له خپلې مېرمنې سره په هوټل کې ناست و او امنيتي ځواکونو نوموړی ځوان ونيوه او د هغه پر مېرمن يې جنسي تېری وکړ.

نوموړی سپين ږيری زياتوي، چې «دوی په ګډه د امنيتي ځواکونو د اخلاقي فساد دغه شکايت والي اکبرزاده ته وروړ، مګر تر اوسه د دوی غږ چا نه دی اوريدلی او نوموړي امنيتي مسؤولين اوس هم سرې سترګې ګرځي»

د لاريون ګډونوالو ويل، چې والي او د ده نور چارواکي په اداري فساد اخته دي او د غزني د خلکو، معارف، روغتيا، زراعت او د ژوند نورو چارو کې يې ورسره هيڅ مرسته نه ده کړې.

لاريون کوونکو وويل، چې دوی څو څو ځله له والي وغوښتل، چې ورسره وګوري، مګر والي خپلو ساتونکو ته امر کړی، چې قومي مخور ورپرېنږدي او دوی مجبور شول، چې د والي پر ضد لارو او کوڅو ته راووځي.

د غزني والي تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

وړمه ورځ د بغلان او غور د واليانو پر ضد هم خلکو لاريونونه کړي وو او له مرکزي حکومته يې د دغو واليانو د لرې کولو غوښتنه کوله.

دغو خلکو پر نوموړو واليانو هم ورته تورونه لګول، چې د خلکو ستونزې نه هواروي او د خلکو د ستونزو په اړه هيڅ ګام نه پورته کوي.

څو ورځې وړاندې امريکايي ورځپاڼې «نيويارک ټايمز» په خپل څېړنيز راپور کې ليکلي و، چې د هېواد شمال او نورو سيمو کې ځايي خلک خپلې دعوې او حقوقي مسايل د طالبانو محاکمو ته وروړي او پر هغوی يې حل و فصل کوي.

نيويارک ټايمز د ځايي خلکو له قوله ليکلي و، چې دولتي قاضيان ترې د عادي قضيو په اړه هم په افغانيو او ډالرو رشوتونه غواړي او څوک يې چې نه لري، نو دکور څاروي، لکه غوا، ووزې او مېږې ترې غواړي او همدغه قضيه چې بيا د طالبانو قاضي ته وروړي، نو په ډېره لنډه موده کې يې ورته له هر ډول مصرف پر ته حل و فصل کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x