ويکرام سينګهـ: امريکا نه غواړي په افغانستان کې اډې جوړې کړي
د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د ځانکړي استازي مرستيال ويکرام سينګهـ هغه راپورونه رد کړل چې ګني امريکا په افغانستان کې د دايمي پوځي اډو د جوړولو نيت لري .
ددغه امريکايي چارواکي په باور افغانستان او پاکستان لا هم د اورپکو له جدی ګواښ سره مخامخ دی چې دده په وينا له منځه وړل يې د کابل او اسلام اباد، دواړو ګډې مبارزې ته اړتيا لري.
د افغانستان دريځ
په افغانستان کې د دايمي اډو خبره په لومړي ځل ښاغلي کرزي له هند او جرمني څخه تر راستنېدو وروسته د فبروري پر اتمه رابرسېره کړه .
ولسمشر کرزي د فبرورۍ پر 19 مه، يو ځل بيا د کروشيا له ولسمشر سره په کابل کې يوې خبري ناستې ته په خبرو کې يو ځل بيا وويل، امريکا غواړي په افغانستان کې دايمي اډې ولري .
ښاغلی کرزی دا ځل لږ جزياتو ته ولاړ او په دې اړه يې د افغانستان له لوري دوه شرطونه وړاندې کړل .
ده وويل حکومت واک نه لري چې له امريکا سره د پوځي اډو خبره ومني، بلکې په وينا يې دا کار د افغان ملت په اراده پسې تړلی او هغوی به په دې اړه وروستۍ پرېکړه کوي .
په افغانستان کې د امريکا دايمي پوځي اډو د جوړولو اوازو،د روسيې او ايران غبرګونه هم را وپارول چې دواړو ويل، دغه کار به په سيمه کې ټيکاو نور هم ګډ وډ کړي.
ښاغلي کرزي په افغانستان کې د امريکا د دايمي اډو په تړاو د روسيې دريځ ته هم اشاره وکړه، چې ويلي يې دي په افغانستان کې به د امريکا د ايمي اډې له سولې سره مرسته و نه کړي .
ښاغلي کرزي وويل د روسيې اعلاميه يې اورېدلې ده، خو په دې اړه يې تبصره و نه کړه .
ده وويل په افغانستان کې د امريکا د ډايمي اډو د شتون دويم شرط دا دی چې افغانستان د ګاونډيانو اندېښنې په نظر کې ونيسي .
نوموړي زياته کړه : (( موږ په جزيره کې نه اوسو )) بلکې شاوخوا مو ګاونډيان دي، چې د هغوی اندېښنې هم بايد په پام کې ونيول شي .
ښاغلي کرزي وويل افغانستان د نړۍ په ترټولو متشنجه او حساسه سيمه کې پروت دی او ټينګار يې وکړ چې د دوی د ټولو هڅو موخه دا ده چې په افغانستان کې سوله ټينګه شي.
بی بی سی