نظــر

تحصیلی برسونه په شهدو کې زهر !

 همایون بابر

په یوویشتمه پیړۍ کې به هیڅوک د هغه زده کړو اوپوهې مخالف اومنتقد نه وی چې ګټه يي لږترلږه یوه کلۍ ، ټولنې او ان د یو هیواد وګړیو ته نیغه په نیغه او یا هم په غیر مستقیم توګه  رسیږي.

 اوسنۍ عصر د نوی ټکنالوژۍ اود ساینس د  پرمختګ  عصر دی،  د نړیوالتوب په دی پیر  کې هیڅ ملت او هیواد د نورواولسونو او ملتونو او یا  نړۍ نه جلا ژوند اویا  یون نشي کولي.

  د بیلګې په توګه د منځنې ختیز نفتی ذخایر یوازی د عربو په مصرف او خدمت  کې نه،  بلکه د نیویارک او سنګاپور د ښار هستوګن هم تری ګټه او فایده اخیستلی شي.
هغه قهوه چې د  ایتوپیا  بزګر تولیدوي صادرات يي تر عربی هیوادونو او سعودي پوري رسیږي.

همدغه راز مخ پر وده هیوادونه او ان پرمختللی هیوادونه هم خپلومنځنو کې سره د سیاسي، ټولنیزو او تجارتی اړیکو ترڅنګ د عصری علومو د تبادلی قراردادونه اومیثقانونه هم  لري، د افغانستان لږ بهر  به د چین او هانګ کانګ په پوهنتونو او تعلیمی مرکزونوکې امریکايي زده کوونکې ومومی  اوهمدغه راز به په اکسفورډ اوهاروډ کالج او پوهنتون کې چینایی محصلین  ومومي چې په زده کړو باندی  بوخت دی.

 اسلام هم د ضروری علومو خلاف نظراو موقف نلری د یوې ضعیف  حدیت له مخې (( علم زده کړه ان که په چین کې وی)) همدغه راز د (د ډیوی له رڼا ګټه واخله دا مه وایه چې د چا په لاس کې ده ) او داسې نور…

خو داچې افغاني ټولنه یوه سنتي اومذهبی ټولنه ده، هغه ټولنه چې د نړۍ د نورو ټولنو او جوامعو څخه ډیر ممیزات او توپیرونه لري د یوې داسې  جغرافیی خلک او وګړي چې یوازي د مذهب او دین په نوم يي  کلونه کلونه مالی او ځانی  قربانی ورکړيدی، د همدغې عقیدتی ارزښت له امله او  لپاره د نړۍ د پرمختګ له  کاروان څخه ترشاه پاتی دی، نو د اوسني زمانی شوني پرمختګ په دغه ګڼ توکمیزه او مذهبې  ټولنه کې یوازي د دوی د پوره عقیدتي ایدیالوژی(اسلام مبین دین)  پیژندګلوي اوبصیرت په رڼا کې ممکن او شونی دی اوبس ، په افغاني ټولنه کې د پرمختګ او ترقی هغه موډل سم کارورکوي چې د افغانۍ اصیل فرهنګ اوعقیدوي بُعد سره په پوره مانا  اړخ ولګوي .

 اصلاْ د افغانی ټولنی د دری لسیزو د بدمرغیو د عواملو ځنې یو هم د د عصری علومو او دینی یا مذهبی علومو د لاریانو ترمنځ غوښن توپیر او واټن  وو، تر دی مخکې یو افغان لیکوال په دی اړه ښه لیکنه کړي وه دلته ضرورنه بریښي چې په تفصیل او جزییاتو کې پری بحث وشي.  مګر د بیلګې په توګه زمونږ د ټولنې د دینی زده کړو متعلم اومحصل (مدرسې طالب العلم)  د عصری او د مکتب زده کوونکې ته په ښه سترګه نه ګوري هغه ورته بی دینه او شیطان پرلاره روان ښکاری برعکس د مکتب او پوهنتون اوپه ټوله کې د عصري علومو زده کوونکي د مدرسي او دینی علومو زده کوونکیو ته د عقب مانده ، زاړه تفکر او نورو په نظر ګوري.

 د یادی  ستونزی حل د هیواد د معارف په برخه کې د نصاب د سموني په برخه کې شونی دی،ترڅو دغه واټن له منځه یوړل شي.

 د عصری علومو زده کوونکي چې ډیری يي د لیری پرتو یا ولایتونو څخه مرکز ته اویا د ولایتونو مرکزونو پوهنتونونو ته بریالی شوي( ښاری هستوګن هم ) ترډیره بریده د مادرني نړۍ سره دومره آشنایی نلری ددغه ځوانانو د ماشومتوب محیط کاملاْ یوه محافظه کاره ټولنه کې وی، کله چې دغه ګټګوري ځوانان بهرنیو هیوادونو ته په تعلیمی او تحصیلی بروسونو کې ولاړ شي او هلته بیا کاملاْ متمایزمحیط کې  د آزاد تفکرلرونکېو پروفیسورانو اومعلمینو ته په څوکې د څه زده کولو لپاره کیښیني ظاهرده چې د وخت په تیریدو سره نشي کولي خپله ټولنه درک کړي ځکه دوی خپله ټولنه په مناسبه توګه نه وی مطالعه کړي ، دغه ډول ځوانانو ته د خپلې ټولني هراصل او ارزش  لهوولعب،جهالت او وروسته والی ښکاري، نږدی دوه کاله  پخوا یوملګری می له امریکاء نه د زده کړو وروسته راستون شوي وو، په کابل کې يي هرڅه ته بد رد ویل نوموړي  په ټولنه کې هرسړي  عقب مانده کاڼه.

 په عین وخت کې  هرهیواد او پوهنتون چې ځوانانو ته د بروس چانس اوفرصت ورکوي ترشاه يي هغوي خپل سیاسی اهداف لري، هیڅوک داسې ادعاء نشي کولي چې تحصیلی بروسونه دی  د اهداء شوي هیوادونو  د سیاسې نفوذ او سیوري څخه سیوا او پاک وی ، ځکه په تیر کې ټول افغانان اویا یوشمیر ددغه صحنو شاهد دی،  دلته زړه پخوانی مشهوره خبره ده ((دلته وړیا ډوډی نشته ))  پرمختللو او نیمه پرمختللو هیوادونو کې ډيری خارجی زده کوونکی د مخ پر وده هیوادونو وګړی دی، ځکه  د دوییمی نړیوالې جګړې، استعمار او مستعمره تفکر نه وروسته  د نورو تسخیر کولو لپاره ښه حربه  د هغوي پخپل منځ کې د خپل فکر او ګټو لپاره خلک روزل اوبیا یی  واک ته رسول او استخدام  دی چې په ساده وینا: ( تعلیمی اوتحصیلی بروسونه  ) که څه هم تعلیمی اوتحصیلی بروسونه  عسلو کې زهر دی خوبیا هم که چیرې حکومت او دولتمردان ښې او عاقلانه پالیسی ګانی او تدبیرونه  ولري کولي شي دغه زهر د ځینوکیمیاوي موادو اوتعاملاتو نه په استفادی سره خنثی کړي، خود شهدو خوراک به  مخکې د خنثی کولو نه کیدای شي د یو چا  د مرګ سبب وګرځي نو دا د دولت دنده چې د خلکو او ملت ژوند وژغوري، په تیر دیرشو کلونو کې یوشمیر افغانان وو په تحصیلی او یو او بل نوم کې بهر ته ولاړل  له هغه لوري د هغوي مستخدمین شول چې تر نن پوري يي نتایج ګورو چې څه روان دی دا حقیقت اظهرمن شمس دی، مګر دا یوازی افغان دی چې دا ټکه پری لوییږي پاکستانی ډاکټر عبدالقدیرخان هم د اټومي تکنالوژي فکر په اسلام اباد کې نه وو خپل کړي خو ارمان چې مونږ هم هیواد ته د یو سالم فکر سره د خپلو خلکو د ګټو لپاره ستنیدلی.

 څه اونۍ وړاندي په کابل ایکسپرس کې هغه ځوان چې له بهره راګرځيدلي او ځان يي علمانی اوبی دین ګڼي،  د خدای ج پر وړاندي يي بی باکه خبرې  ولیکلي دا یوازی دغه جاهل مرکب ځوان نه  بلکه د ګڼ شمیر ځوانانو له خولي به ډیری لا اوبالی ویناوی واوري ، که دغه مسلې ته ژوره کتنه وشي پراخه ابعاد لري، ځکه مقابل لوري هم ددغو حساسیتونو سره عکس العمل ښيي د غبرګون ښودلو په صورت کې  زیان بیا ټولنې او عام خلکو  ته راګرځي پخوانی دری لسیزی هم د یو څو ګوتو په شمیر اشخاصو او افرادو د پوچو ایډیالوژیو او مفکورو خلاصه او پاېله  وه ، چې تر نن يي د غم لمن لا ټوله شوي نده، بیا هم دا دولت او دولتمردانو مسوولیت دی چې د بیان تر افراطې آزادی لاندي هیچاته دا  اجازه ورنکړي چې ټولنه بیا په مثبت او منفې بلاک وویشي او د افغانانو عقیدوي او اصیل افغانۍ کلتوری  ارزښتونو ته  یی توهین او سپکاوي وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x