افغانستان

طالبان: په خوست کې مو حکومتي عسکر په شا تمبولي

نن ټکی اسیا(پنجشنبه، د لړم۱۵مه، ۱۳۹۳ل): طالبان وايي، د خوست ولایت په صبریو ولسوالۍ کې یې د امنیتي ځواکونو له یوې اونۍ راهیسې روان عملیات په شا تمبولي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په همدې اړه د خوست د نظامي چارواکو هغه څرګندونې، چې ګواکې د دې عملیاتو په لړ کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتي، په کلکه رد کړې .

د ښاغلي مجاهد په خبره حکومت ځواکونه د نور کله په څېر دا ځل هم هڅه وکړه، چې په عملیاتو کې خپل میداني بایلود په مطبوعاتي پروپاګند جبیره کړې.

نوموړي ادعا کوي، چې د دغو عملیاتو په لړ کې یې د چاودنو او دفاعي بریدونو په مټ د پولیسو او عسکرو ۲۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې او یو رینجر یې هم تخریب کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Malim

دا قصابان د انسانیت ، انسانیت نه پیژنی د تورلینګیانو غلامان اسلامیت نه پیژنی اسلام اخوت دی ، محبت دی ، صداقت دی وروڼو اسلام مو پت دی شرافت دی انسانیت دی وروڼو اسلام ایثار ده همدردی ده خواخوږی ده وروڼو اسلام د پاک رب ستر رحمت د بشریت دی وروڼو دغه وحشیان د پاک نبی سیرت نه پیژنی دا قصابان د انسانیت ، انسانیت نه پیژنی د تورلینګیانو غلامان اسلامیت نه پیژنی اسلام خو عقل ده ، رڼا ده دیانت دی خلکه اسلام قدر دی ، میزان دی ستر حکمت دی خلکه اسلام د پاک رب لورونه او ستر… نور لوستل »

محمد عیسي نبیل

لیونیان همیشه په عاقلانو باندي خاندي خو دا څیړنه تراوسه سائنس دانانو نده کړې چي داجینونه پیداکړي اوده ته ئي وښئي چي دی خپله وخپل لیونتوب ته وخاندي

محمد اصف

معلم ته ته اسلام څه پیژنی ته پت څه پیژنی ته عزت څه پیژنی ته توپیر د ازاد او غلام نشی کولی ته انسانیت څه پیژنی ستاسو نکاح بش او بلیر تړلی لمونځ هم لکه چی پاپ پسی کوی ته له دین نه خبر نه یاست ته اذان څه پیژنی ته ممبر څه پیژنی تاته د کلیسا د ګلب او د سینما خبری خوند در کوی ته د قران خلاف یاست ته حقانیت څه پیژنی ته انسانیت څه پیژنی ته له جهاد نه څه خبر یاست ته له سنګر نه څه خبر یاست ته د اوباما په غلامی کی بل… نور لوستل »

عبدالباری

که بد ښکاره نشم دابی شرف معلیم چی هرسوک ده چتی خبری او بی هوده شعرونه جوړوی داخو پدی هم نه پوهیزی چی دا هیواد داسی میړونه لا له لاسه ندی ورکړی چی دا داخلی اجنیتان اود صلیبو غلامان تری حتی دخپلی شزی په غیز کی تری ارام خوب وکړی

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x