
پاکستان افغانستان ته د نظامي افسرانو د روزنې لپاره وړاندیز وکړ
نن ټکی اسیا(پنجشنبه، د لړم۱۵مه، ۱۳۹۳ل): د پاکستان لوی درستیز او د پوځ مشر جنرال راحل شریف نن سهار په ارګ کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره تر کتنې وروسته له خپل افغان سیال، د ملي امنیت د شورا رئيس او د دفاع سرپرست وزیر سره جلا جلا کتنې وکړې.
د دفاع وزارت له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه کتنه کې چې نن د دفاع د سرپرست وزیر جنرال بسم الله خان محمدي او جنرال راحل شریف ترمنځ وشوه، په یو لړ مهمو موضوعاتو بحث او پر دوه اړخیزې همکارۍ ټينګار وشو.
د خبرپاڼې په قول ، پاکستان د افغانستان دفاع وزارت ته د افغان نظامیانو د روزلو او زده کړې ورکولو وړاندیز وکړ .
په دغو کتنو کې همداراز د دواړو لوریو ترمنځ په اقتصادي، سیاسي او نورو برخو کې د دوه اړخیزې همکارۍ پر دوام او د دواړو لوریو تر منځ د اړیکو په پیاوړي کولو ټېنګار وشو.
د دفاع سرپرست وزیر جنرال بسم الله محمدي ویلي، چې دواړو لوریو په دې سلا کړې، چې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د جګړو او امنیت د تامین په لړ کې خپلې هڅې ګړندۍ کوې.
د محمدي په خبره ، ډېر ژر او ښايي په را روانه اونۍ کې د وسله والو پر ضد د دواړو هېوادونو تر منځ یوه ګډه طرحه چمتو او وړاندې شي.
د نوي حکومت د را منځته کېدو وروسته په دې دوه میاشتنۍ موده کې دا دوهم لوړپوړی پاکستانی چارواکی دی، چې کابل ته راځي. له جنرال شریف مخکې د پاکستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار او وتلی ديلوپات سرتاج عزیز هم کابل ته راغلی او د ګډ حکومت له مشرانو سره په کتنه کې يې د مرستو پر دوام او هر اړخیزو همکاریو خبرې اترې کړې.
ویل کېږي، چې ښايي ولسمشر اشرف غني د رواني میلادي میاشت په بهیر کې پاکستان ته په یو رسمي سفر ولاړ شي.