افغانستان

فاریاب: د بزکشۍ په میدان کې فدايي برید درنه مرګ ژوبله را منځته کړې

buzkhashi

نن ټکی آسیا: د فاریاب ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ کې یو فدايي د امنتي چارواکو په خوله څلور (4) کسه وژلي او اته ديرش (38) نور ټپیان کړي.

دغه برید چې د بزکشي په یو میدان کې منځته راغلی طالبانو یې پړه پر غاړه اخیستي او ویلي چې اته کسه امنیتي عسکر یې وژلي او 15 کسه نور لوړ رتبه چارواکې ټپیان کړي.

طالبانو په خپله پاڼه کې ویلي چې برید خاص د امنتي او جګ پوړو نندارچیانو په منځ کې تر سره شوی، اولسي خلګو ته یې هیڅ زیان نه دی رسولي.

خبر زیاتوي چې په پېښه کې د سيمي مشهور قومندان هاشم او ګل محمد پهلوان چې د جنرال مالک ورور او د فاریاب د ولایتي شوری غړي دی، هم ټپي شوی.

تر اوسه رسمي یا ازادو سرچینو د پورته ذکر شوو کسانو د ټپې کیدو خبر نه دی تایید کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x