ټولنیزه برخه

خیرو اکا

حامد افغان

خوندوره او پندوره کیسه

د ماښام لمونځ یې په جومات کې په جماعت سره ادا کړ کور ته په لاره یې په کوڅه کې خپل ګاونډی د هغه د کور له څښتن سره په جنجال وليد، خیر محمد اکا چې کلیوالو خیرو اکا باله نوک نیولی شو د کور د څښتن خبرې ستوخې او ترخې وې او د ده ګاونډي زارۍ او جیګۍ کولې، خیرو اکا ور نږدې شو او د دواړو خبرې یې واوریدلې، د میاشتې له کرایې 1200 افغانۍ کمې وې ګاونډي یې ویل دا کمې افغانۍ به بله مياشت در کړم خو د کور څښتن یوه نه منله او پوره کرایه یې غوښتله، خیرو اکا جیب ته لاس کړ او د کور خاوند ته یې 1200 افغانۍ ور کړې سړی سوړ او خپله لاره یې ونیوله او د خبرو اکا ګاونډي ده ته په دعاو خوله خلاصه کړه.

خیرو اکا چې د سهار له لمانځه راستون شو له تلاوت او ښه ځنډ اذکارو او اورادو وروسته د چای او ناشتې د لوښو کړنګا پورته کیدله چې موبايل یې وشرنګید، د رهنما معاملات یو ملګری یې و خیرو اکا ته یې وویل: ډیره مهمه، لویه او ګټوره سودا مي نږدې کړې ده، که سمدستي ځان را ورسوې نو سودا به جوړه شي، خیرو اکا چای او ناشته په ځای پرېښودل موټر ته وخوت او ورغی.

خیرو اکا په موټر کې ناست و د ځمکې له څښتن سره یې خبرې پیل کړې او هغه یې قانع کړ، سمدستي د ځمکې اخیستونکي ته ورغلل هغه یې هم په کم وخت کې راضي کړ بیه وشوه د خیرو اکا ملګري دواړو لوریو ته وویل چې سبا سهار به زموږ رهنما ته راځئ چې کاغذات تیار کړو، خیرو اکا له خپل ملګري سره بیرته کورته روان شو، ملګری یې په سودا ډیر خوشاله و، جیب ته یې لاس کړ خیرو اکا ته یې 12500 افغانۍ ورکړې او ورته ویې ویل: په دې سودا کې مي ډیره ګټه ده او دا ستا برخه شوه.

خیرو اکا بېرته کورته ورسید که څه هم په چای او ناشته باندي لیږ ځنډ وتلی و خو لا ګرم و! خیرو اکا له ځانه سره په فکر شو چې په دې شنه سهار دومره ډیره او اسانه ګټه؟!! له لنډ فکر وروسته دې پایلې ته ورسیدی چې دا بیګا مهال له خپل غریب ګاونډي سره د 1200 مرستې او خیرات بدل و چې الله جل جلاله په ډیر لنډ وخت کې له لس چنده هم زیات ورکړ! .

زموږ په کلیو، کوڅو او مالتونو کې پریمانه غریبان او بېوزله خلک اوسي خو متاسفانه د خیرو اکا په څیر د خیر خلک کم لرو، بیخي ډیر ځایه مو لوستلي او اوریدلي دي چې د غریبانو خواخوږیو او مرستندويانو ته الله په معجزانه توګه بدلې او عوضونه ورکړي دي لکه خیرو اکا ته، او که څوک په دنیا کې هیڅ بدل هم ونه ویني د الله په نزد بدل او ښه عوض یې يقيني ده او رښتيني مومن د خپل خیر او ښو بدله د الله خواته جمعه کوي، الله دي له غریبانو سره زموږ مینه زیاته کړي او الله دي د هغوی د مرستي توفیق رانصیب کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالباقی

مننه اوخدای ج دی دخیرو اکا په څیر دسخا خاوندان زمونګ په زوریدلی ملت کی ډیر کړی!

جبار

ډېره په زړه پورې او له پنده ډکه کیسه ده!

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x