نړۍ

وال سټريټ ژورنال: اوباما خامنايي ته د اسلامي دولت په اړه پټ ليک لېږلی

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۱۶مه، ۱۳۹۳ل): يو شمېر رسنيزې سرچينې وايي، چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما تېره مياشت د ايران مذهبي لارښود اية الله علي خامنايي ته د اسلامي دولت په اړه يو ليک لېږلی و او ورته ويلي يې دي، چې د عراق او شام کې د اسلامي دولت په ځپلو کې د دوی ګډې ګټې خوندي دي.

وال سټريټ ژورنال په خپله تازه ګڼه کې ليکلي، چې اوباما د تېر اکتوبر مياشت کې خامنايي ته يو ليک لېږلی او له نوموړي يې عراق او شام کې د اسلامي دولت پر ضد د ګډې همکارۍ غوښتنه کړې ده.

په ليک کې راغلي «چې کوم بريدونه د اسلامي دولت پر مرکزونو کې کيږي، د امریکا او سيمې هېوادونو په ګډون ګټه يې ايران ته هم رسیږي»

وال سټريټ ژورنال د يو شمېر عيني شاهدانو له قوله ليکلي، چې دوی دغه ليک په خپلو سترګو ليدلی دی، مګر د سپينې ماڼۍ چارواکو په دې اړه د وال سټريټ ژورنال د پوښتنو ځواب نه دی ویلی.

وال سټريټ ژورنال زياتوي، چې د سپينې ماڼۍ چارواکو د ياد ليک له لېږلو انکار نه دی کړی او يو شمېر بهرنيو ډيپلوماتانو سره يې په دې اړه خبرې اترې هم کړي دي.

د يادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې نيويارک ټايمز امريکايي ورځپاڼې د يو شمېر اسنادو له مخې ليکلي و، چې د سيمې هېوادونو په ګډون ايران هم د اسلامي دولت پر ضد د امريکا په مشرۍ د نړيوال ايتلاف غړی دی، مګر د خپل ولس او نورو پټو ګټو له امله نه غواړي، چې په زرغرده دا ومني.

د عربي چارو لندن ميشتې کارپوه عبدالباري عطوان ليکلي، چې د اسلامي دولت پر ضد د سيمې ټول دوست او دښمن هېوادونه سره يو دي او د اسراييلو په ګډون ټولو لويديځو او عربي هېوادونو او ايران په دې سلا کړې، چې د دوی د ټولو ګټو او دښمنيو څخه د ټولو هېوادونو لپاره ستر ګواښ اسلامي دولت دی او دوی بايد په ګډه د اسلامي دولت په له منځه وړلو کې هڅې وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد عیسي نبیل

دکفارو هرڅه ښکاره وي که څه هم په پټ لیک کي ټوله مسلمانان پوهيږي چي لیک به ئي داسلام اودمسلمانانو په خلاف وي پدې باندي نه څوک سودائي کيږي اونه دسوداخبره ده اوپاته شو نړۍ وال چي داسلام خلاف سره یو کيږي دوئ ته هم موږ وایو چي الحمدلله مسلمانان یو وخت هم ددنیا قوتو ندي ورک کړي بلکي نور ئي هم پارولي دي که دوئ عاقلان وي امریکا ته دي وګوري سبق دي زني واخلي.

raz mohammed mohmend

that name is islamic,but what they doing,that is not how islam said,you look,they killing muslim in iraq,
what we can,say they are muslim,islamic govern ment,ALSO IN AFGHANISTAN,I BELIVE TALIBAN ARE NOT MUSLIM,BECAUSE THEY KILLING AFGHANS WHO ARE MUSLIM,I BELIVE TALIBAN IS PAKISTANI MILITANT THEY KILLING AFGHANS TO GET SOME MONEY,THES IS PROOF FOR THAT,TALIBAN ARE NOT MUSLIM,
BUT AFGHAN NATIONAL ARMY AND AFGHAN NATIONAL POLICE ARE REAL REAL MUSLIMS,BECAUSE THEY DEFINSE FROM FATHER LAND AFGHANISTANBAND TALIBAN ARE PUNJABIAN,

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x