شعـــــرونه

نازولي ستوري

مولوي عرفان الله عرفاني

اسمان کې ښکاري ځلېدلي ستوري
په شنه لمن کې يې ټومبلي ستوري

په کناروکې يې سورخي دشفق
له ښکلاډک دي نازولي ستوري

اسمانه غېږې ته دې څنګه درشم
څنګ کې دې ښکاري زموږدکلي ستوري

مين يم مينه لرم ستوروسره
دعشق معراج ته درختلي ستوري

وړانګې دلمردې له سينې خورې دي
لورپه لورښکاري خندېدلي ستوري

داخمارحسن ورته چاورکړی
نرګس ګلاب دي هم منلي ستوري

عرفاني څوک يې له نظرره نکړي
له سپوږمۍ تاودي څومره ښکلي ستوري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x