افغانستان

اشرف غني زرمت کې د ۱۱ تنو دولتي کارکوونکو وژنه غندلې

نن ټکی اسیا(جمعه، د لړ۱۶مه، ۱۳۹۳ل): ولسمشر اشرف غني پرون د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې هغه پېښه ، چې پکې ۱۱ تنه امنیتي کسان وژل شوي، غندلې او په دې اړه یې د پلټنو کولو امر کړی.

په کابل کې د ولسمشرۍ ماڼۍ له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه راغلي، چې دوی ته د پکتیا د والي او امنیتي چارواکو له لورې د رسېدلو معلوماتو سره سم،  دوې شپې وړاندې په زرمت ولسوالۍ کې یوولس تنه دولتي کارکوونکي، چې په موټر کې يې سفر کاوو، له موټره کوز شوي او وژل شوي دي.

اشرف د پېښې په اړه خواشينې ښودلې او د وژل شویو کسانو کورنیو ته یې تسلیت ویلی .

خبرپاڼه زیاتوي، چې ولسمشر په دې باب د کورنیو چارو وزارت د سرحدي عسکرو د لوی قوماندان شفیق افضلي او د سېمه یېزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ته د پېښې په تړاو د پلټنو د کولو حکم ورکړی.

تېره ورځ په ځينو رسنیو کې راپور راغی، چې طالبانو یوولس کسان چې عادي جامې يې په تن وې، د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې په ډزو وژلي؛ خو د ولسمشر د مطبوعاتي دفتر له اعلامیې ښکاري، چې وژل شوي کسان ټول دولتي کارکوونکي دي.

طالبانو د پېښې مسؤلیت په غاړه اخیستی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې په زرمت کې یې ۸ تنه اربکیان او د ملي امنیت یو تن استخباراکي کارکوونکی ، چې په پکتیکا ولایت کې یې دندې لرلې او کورونو ته په رخصتۍ راغلي ول، له تعقیب او پېژندلو وروسته وژلي.

ښاغلي مجاهد ګواښ کړی : « د اسلامي امارت مجاهدینو پتيلې ده چې  هغه عسکر، پوليس، د استخباراتو کارکونکي او اربکیان به په خپله سزا رسوي چې د کابل ادارې په ارګانونو کې دندې لرې او له مکررو دعوتونو څخه يې سرغړونه کړي ده ، هغو به  چيرته هم د امن ځای نه مومي په کور، کلي، د کار په ځای او په لارو کې د تګ په وخت به تعقيبيږي او له منځه به وړل کيږي.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x