د نولۍ او کوبرا مار تر منځ دلچسپه جګړه – ویډیو

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۱۶مه، ۱۳۹۳ل): نولۍ او مار تر منځ دا جګړه هغه وخت را منځته شول، کله چې مار د لوږي له کبله د سړک منځ ته را ووتی، او په یو خوراک په سی ګرځېد، چې خپله د خوراک ښکار سو.
مار چې د سړک په منځ کې دنګه غاړه ولاړ وو، د نیژدې تیرېدونکو سیاحانو پام یې هم ځانته ور اړولی وو، چې په عین وخت کې نولۍ را ښکاره سول، او د مار سره په جګړه شول، او ددوی جګړه د سیاحانو لپاره د لا په زړه پوري سیاحت پلمه شول.

نولۍ چې په فارسي کې ورته موش خورما ویل کیږي، د مار سره په جګړه کې خورا شهرت لري، او همداسي په مهارت یې جګړه وکړه، او تر پایه یې ځان د مار د وهلو څخه وساته، او یو وخت یې داسي ځان واچوی لکه نوره چې د جګړې څخه ستړې شوي وي، او له همدې امله لیري روانه شول، تر څو مار لږ مطمئن سي، او یو خواته روان سي، او همداسي وسول، په عین وخت کې نولۍ رامنډه کوي، او د مار د سر له خوا رانیسي، او وژني يې.

ددغې جګړې ویډیو په یوټیوب کې پورته شوې، او یوازي په دوه ورځو کې تر اوه لکه  واره زیاته کتل شوې، تاسو یې هم لاندي کتلای شئ:

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د