نن په انځورونو کي

د روسي بندیز په مقابل کې د پټاټو مظاهره په پاریس کې – انځورونه

نن ټکی اسیا (جمعه، د لړم ۱۶مه، ۱۳۹۳ل): د اوکرانیا پر سر د لانجې وروسته د روس او غربي هیوادونو خصوصا د اروپايي هیوادونو تر منځ د سیاسي جګړې تر څنګ اقتصادي جګړه هم روانه ده، چې دواړو لورو یو بل باندي د همدې اوکراین له وجي اقتصادي بندیزونه لګولي دي.

لومړی اروپايي هیوادونو په روس باندي په اوکراین کې د مداخلې له کبله بندیزونه ولګول، چې په جواب کې روس په اوروپايي هیوادونو باندي د همدې اقتصادي بندیز په مقابل کې خپل بندیزونه ولګول، او ددغه هیوادونو څخه د ورځنیو غذايي موادو د واردولو مخه یې ونیول، چې له کبله یې د ځینو اعلان شویو احصایو له مخه یوازي د غذايي موادو په تجارت کې اوروپا ته ۱۲ ملیارده یورو تاوان رسیږي.

باید وویل شي چې روس د اوروپا څخه ۳۱.۵ سلنه غوښي، ۴۲.۶ سلنه شودي او لبنیات، او ۳۲ سلنه سبزیجات واردوي، چې د اوروپايي اتحادېې د وینا سره سم ددغه بندیز له کبله دوی ته ۱۲ ملیارده یورو تاوان رسیږي.

دا بیل اوږد بحث دی چې کوم هیوادونه د روسي بندیزونو څخه ډیر متضرر شوي، او په مقابل کې بیا د کومي سيمي هیوادونو ته ډیره ګټه رسیدلې، خو په فرنسا کې کروندګر ددغه بندیزونو څخه تر پوزي راغلي، او هغوی د احتجاج لپاره خپلي پټاټې د پاریس په سړکونو غورځولي، او فرنسویانو ته یې دعوت ورکړی چې ددوی پټاټې په یو قیمت ددوی څخه واخلي.
لاندي انځورونه د پاریس په سړکونو د پټاټو دی، چې د روسانو د نسونو پر ځای به اوس د فرنسویانو د دسترخان زینت ګرځي.

</p><p>

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x