هلمند: د چاودني له امله دوه عسکر مړه او درې نور ټپیان شوي
نن ټکی اسیا: تېره ورځ د هلمند ولایت د نوزاد ولسوالۍ په امنیه قومندانۍ کې دننه د یوه ماین د چاودېدو له امله لږ تر لږه دوه عسکر مړه او درې نور ژوبل شوي دي.
دغه عسکرو غوښتل چې هغه مین چې د نوزاد ولسوالی په سیمه کې د څړک پر غاړه موندلی وو، د امنیه قومندانۍ په ساحه کې خنثی کړي، چې بیا وروسته پر دوی باندي وچاودید، او دوه عسکرو خپل ژوند په پېښه کې د لاسه ورکړ، او درې یې نور ژوبل کړه.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چې دا مین ددوی مجاهدینو پټ کړی وو، چې بیا د امنتي ځواکو له خوا کشف سوی وو، او وړل سوی وو.. مګر نومړي زیاته کړه چې په پېښه کې یو ضابط هم له منځه تللی دی.