ورزش

د باسکټبال نړیوال فیډراسیون حجاب ته اجازه ورکوي

نن ټکی آسیا: د باسکټ بال نړیوال فیډراسیون (فیبا) به په نیژدې راتلونکې کې ددغه لوبي به نړیوال مسابقو کې مسلمانو ښځو ته وروسته تر ډیرو ناندریو د حجاب اغوستلو اجازه ورکړې.

په سویلي کوریا کې د آسیايي لوبو په دوران کې دغه موضوع وروسته تر هغه ډیره توده شول، کله چې د قطر هیواد ښځینه لوبغاړي حاضري نه شوې، چې بې حجابه میدان ته ورشي، او خپل ټولي لوبي يې له همدې کبله پرېښودلې، او قطر ته روان شول، چې له کبله یې د باسکټبال په نړیوال فیډراسیون کې د حجاب په سر باندي بحثونه تاوده شول، او ددغه فیدراسیون په خلاف د مسلمانانو په منځ کې کرکه زیاته شول، خو ګمان کیږي چې ډیر ژر به دغه فیدراسیون هغو ښځینه لوبغاړو ته د لوبي اجازه ورکړې چې غواړي حجاب وکړي.

په بانکوک کې د عربي هیوادونو د المپیک کمیټو اتحاديې مشر شیخ احمد الفهد رسنیو ته وویل چې په نړیوالو سیالیو کې به په حجاب لګول شوې پابندي ډیر ژر لیري شي، او هغو ښځو ته به اجازه ورکړه شي چې غواړي د لوبي په دوران کې حجاب وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x