ټولنیزه برخه

نننی تمدن؛ د جهالت نمونه

 

لیکوال: دادمحمد ناوک

د انسان تر پېژندنې وړاندې د انسان د خدمت په پلمه هڅې بې ارزښته ځکه دي، چې د ناپېژاند د چوپړ په بهانه ترسره کېږي. انسان د خپل انسانیت د تحریف لپاره د طبعیت بدلون ته مټې را ونغاړلې او تسخیر طبعیت ته يې ځان مسخر کړ. انسان پخپل ټول شرافت سربېره دې ته اړ دی چې د خپل لاس مسخه شوي طبعیت نوي قانون ته سر ټيټ کړي او د برېښنا څو دقیقې ورکېدل ونه زغمي، یا يې هم تندی ترېو کېږي چې د کمپیوټر په پاڼه د روان فلم صحنه دې د تلیفون په زنګ ګډوډه شي.

د انسان له پېژندنې پرته د هغه لپاره کار هسې یو تبلیغاتي شعار ګرځېدلی دی، بې له دې چې د انسان اړتیاوې درک شي، انسان لګیا دی انسان ته د خدمت په نامه منډې ترړې کوي. د کاریل خبره د ننني پرمختګ اصلي جرړه دا نه وه چې د پرمختګ بنسټګرو د انساني ټولنې اړتیاوې درک کړې وي او بیا يې د پوره کولو لپاره مټې رابډوهلې دي. اډيسون د برېښنا د پیداښت لپاره نه ټولپوښتنه ترسره کړې ده او نه يې هم دا د لوږې تر اړتیا مهمه اړتیا ګڼله، یواځې د هغه شخصي غوښتنې چې له تیارې يې وېره درلوده، دغه تصادف وزېږاوه چې اوس يې موږ د جهالت په سمندر کې د هغه احسان بولو.

د ایټم بم جوړونکي په انساني ټولنه کې د اړتیا له مخې د دې بم د جوړولو هڅه نه ده کړې، بلکې د جهالت په توره نړۍ کې يې د ناپېژاندو انسانانو په وړاندې د خپل ړانده انسانیت د ښودلو لپاره دغه هڅه وکړه، چې نن يې ګرد انسانان پرمختګ بولو او دپېښې کولو هڅې يې کوي، خو دې ته هیڅوک ځواب نه ورکوي چې دا بمونه به چېرته او ولې استعمالېږي؟

برناردشاه وړاندې ویلي و چې د اوسني وخت پر الوتکو به لیکلي وي «د جهالت دوخت یادګار»، ځکه چې داسې وخت هرو مرو راتلونکی دی، چې انسان به انسانیت درک کړی وي او له طبیعت سره به تر اړتیا زیات ضد نه کوي. اوس که مو پام کړی وي، د ښار په شپږ پوړیزه ودانۍ کې به د ګڼو لاسي ښکلاګانو په منځ کې لا هم د طبعیت د شنې منظرې، د خړ کلي، دنګو غرونو او د تیاره اسمان په زړه کې تر سپوږمۍ د را چاپېره ستورو انځورونه یا تابلوګانې راځړېږي. دا ځکه چې انسان پوهېږي چې ده طبعیت اړولی دی، خو لاهم محرومیت احساسوي او د دې احساس د دفعې لپاره بېرته پخواني حالت ته ورګرځېدل غواړي، چې دغه انځورونه او تابلوګانې يې یو څه اراموي.

د ښار په بازاري رڼا کې بشپړه سپوږمۍ خړه ښکارېده، ماته له شپې سره د انسان دا ظلم بې خونده ښکاره شو، انسان د پرمختګ په نوم آن د شپې رنګ هم وربدل کړ. خو دې ته يې پام نه شو چې د ارامي لپاره تر ګڼو برېښنايي تارونو د نیمي شپې په غېږه کې د غرو په منځ کې د سیند په ارامو اوبو کې د شنه اسمان زنګېدلي ستوري ډېر ګټور دي. انسان بې له دې چې خپل ځان درک کړي وړاندې لاړ، وړاندې تګ يې هم د درک له مخې نه، بلکې د سیالۍ، شهرت او تصادف په غېږه کې و.

ده بې له دې چې انسانيت ته له بشپړې تسلیمي وروسته لاس په کارشي، کار ته دوام ورکړ. فکر يې وکړ چې که ستړی انسان د حیوان په شا ډوډۍ تر ملا کړې په خړو دښتو او غرونو کې له یو پتک اوبو سره له څو ورځو تګ وروسته د بل انسان په مخ کې درېږي، ښه به دا وي چې په څلورو ټایرو سپره اوسپنه يې په څو ساعته کې ورسوي. خو دې ته يې بیا هم پام ونه کړ چې د همدې اوسپنې د تولید، جوړولو، خرڅولو او بل انسان ته د دې اوسپنې د پېرلو په وس کې به څومره جنایات تکرار شي او څومره انسانان به سره پرې ککرۍ ماتې کړي؟

انسان د اوږدو دښتو ستړی لاروی د حیوان له شا د اوسپنې په څوکۍ نصب کړ او په مقابل کې يې د همدې اوسپنې د چور په تمه څو انسانان د ټوپک له شاجوروسره په لاره کې ورته درول، دې انسانانو د اوسپنې څښتن انسان په وینو کې ولمباوه، هغه انسانان په انسانانو کې نور څوک یاد شول، د ټوپک مخترع ویاړ کوي، خو انسان د ټوپکي انسانانو د څارنې په مؤخه بل انسان وټاکه، د هغه د ټاکلو لپاره څو انسانان قرباني شول، د قرباني انسانانو انسانان غوسه شول… او په لوی لاس انسان انسانیت ته ترتسلیمي وړاندې د جهالت په لومه کې د انسان لپاره د پرمختګ په نوم د سیالي، تشهیر او تصادف په مټو د وحشت دروازه خلاصه کړه.

انسان به د انسان په وحشت کې تر هغو لولپه کېږي چې تر څو يې د انسانیت ستر ارزښت پېژندلی نه وي، طبعیت ته يې خندلي نه وي او په نورو مخلوقاتو يې خپل شرافت په عمل کې ثابت کړی نه وي.

ښايي اوس حیوانات هم د انسان په شرافت پورې وخاندي، چې د ځمکې په کره خدايي خلیفه د خړې کرې بل انسان ته د هغه د وحشت په خاطر سر ټيټوي او خپل خلیفه توب د بل انسان چې شرافت نه پېژني، په پښو کې ږدي.ـ والله اعلم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x