نن په انځورونو کي

په بګرام کې امریکایان خپل استوګن ځایونه ورانوي – انځورونه او ويډيو

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۱۶مه، ۱۳۹۳ل): د امريکا په مشرۍ د نړيوال ايتلاف عسکرو له افغانستانه د وتلو لړۍ پيل کړه او د بګرام نظامي بېس، چې د افغانستان په کچه تر ټولو ستر پوځي مرکز ګڼل کيږي، بهرني عسکر په کې هغه لنډمهالې ودانۍ ورانوي، چې دوی په کې دا ديارلس کاله تېر کړل.

د راپورونو له مخې د بګرام په نظامي مرکز کې شاوخوا دوه زره لنډ مهالې ودانۍ جوړې شوې وې، چې اوس يې بهرني عسکر ويجاړوي او په کباړ يې پلوري.

کابل کې د بهرنيو عسکرو يو شمېر قرارداديان وايي، چې د بګرام هوايي اډې لرګي او پلاستيکي توکي به د پاتې شونو په توګه پاتې وي او اوسپنيز توکي به پر سوداګرو پلورل کيږي او پاکستان ته به لېږدول کيږي.

بګرام د پلازمېنې کابل شمال کې هغه ستراتيژيک هوايي ډګر دی، چې ۲۰۰۱ م کال کې د امريکا په تجارتي برجونو له غبرګونو بريدونو وروسته د ګیري شرون په نامه د امریکا د سي آی ای یو مشر ویلي چې استاد رباني تاجسکتان کې په نوموړي باندې د پنځوسو کالو لپاره د ۷۰۰۰۰۰۰۰ ډالرو په بدل کې خرڅ کړ او له هغه وروسته امريکايي عسکرو د خپلو نظامي فعاليتونو لپاره د ستر پوځي مرکز په توګه کار ځینی اخیست.

یاد مرکز ته څو ځله د امریکا ولس مشر، وزیر دفاع او لوړو پوړو چارواکو ناڅاپه سفرونه کړي.

د ټولنيزو شبکو ګڼو ګډونوالو د بهرنيو عسکرو پر دې کړنو نيوکې کړي او دا يې د خپل افغان لوري سره د بې پرواهي او بې وفايي يوه نمونه بللې ده.

يو شمېر نور افغانان بيا په دې اند دي، چې «دوی دې ورک شي، دا کوټې او نور تجهیزات هم ونړوي، خو چې دوی له افغانستان ووځي»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x