د بګرام هوايی ډګر د طالبانو له خوا تر برید لاندي راغلی
نن ټکی اسیا: د بګرام هوايي ډګر د طالبانو له خوا تېره شپه توغندیو تر برید لاندي راغلې.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې ددوی سرتیرو د بګرام پر هوايي ډګر تېره شپه درې توغندي ور غورځولي چې درې سره یې پر هدف لګیدلي او امریکایانو ته یې ډېر زیان اړولی.
د بلي خوا امریکایانو د ځینو رسنیو سره د پېښي په اړه منلي چې تېره شپه د بګرام پر هوايي ډګر توغندی وار شوي، خو د تلفاتو په اړه یې مالومات نه دي ورکړي.
په یوه بل ورته خبر کې طالبانو ویلي چې ددوی مجاهدینو په خوست کې د صحرا باغ پر هوايي ډګر درې توغندی اورولي چې پر هدف لګیدلي، مګر د تلفاتو په اړه یې څه نه دي ویلي.