افغانستان

امریکایان غواړي په کونړ کې د پيچ درې څخه عسکر وباسي

pech_walley_in_afghanistan

نن ټکی آسیا: واشنګټن پوسټ پرون په خپل یوه راپور کې ویلي چې امریکایان غواړي چې د کونړ ولایت په  یوه خطرناکه سرحدي دره کې چې د پچ په نامه یاديږي خپلو د عسکرو شمېر را کم کړي.

را پور وایي چې امریکایي قومندانان ددې لپاره دغه عسکر ددغي درې څخه باسي تر څو یې په هغو سیمو کې ځای پر ځای کړي چې د طالبانو شتون په کي زیات دی، او امریکایان غواړي خپل عملیات هلته ګړندي کړي.

امریکایانو مخکي هم د کورنګل دره خوشي کړې وه چې بیا وروسته هغه طالبانو نیولي وه او د راپورونو پر اساس د امریکایانو ډېره پاتي اسلحه او نور سامانونه یې غنیمت کړي وه.

واشنگټن پوست دافغانستان د وزېر دفاع عبدالرحېم وردگ په حواله ویلي چې دې په دې باب ډېر اندېښمن دی چې دپېج د درې نه امریکایان وزي، ځکه چې ددې مرکز خوشي کیدل به حتما په دغه سیمه کې د طالبانو فعالیت زیات کړي.

د بلي خوا د افغانستان په ختیځ کې د امریکايي ځواکونو قومندان جنرال جان کېمپیېل ویلي چې دوی دا کار ځکه کول غواړي چې په دغه دره کې اوس زیات شمېر عسکر په وړو وړو پوستو ساتلو بوخت دي، ده ویل مونږ غواړو هغه سیمو ته دغه عسکر واستوو چې په نورو سیمو کې د امنیت وضعه ښه کړو، ده وویل چې دغه د انتقال پروسه به لږ تر لږه دوه میاشتي وخت واخلي.
یو طالب قومندان د نن سره په خبرو کې وویل چې د امریکایانو لخوا دغه نوی اقدام پر دې دلالت کوي چې امریکایانو عسکرو په دغه سیمه کې ماتي خوړلې او غواړي چې د ګرمي موسم چې د طالبانو د عملیاتو وخت دی، خپل ځان ددغه خطرناکي درې څخه وباسي..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x