افغانستان

امریکا په افغانستان او عراق کې په لسګونو ملیارده ډالر ضایع کړي- رپورټ

amrican-troopsنن ټکی آسیا: د هغه تحقیقاتي کمیسون چې په افغانستان او عراق کې د امریکایانو د مصرف په اړه تحقیقات کوي په خپل اولني رپورټ کې ویلي چې هغه متعاقد شرکتونه چې د امریکایانو لپاره په افغانستان او عراق کې کار کوې په لسګونو ملیارډه ډالر یې ضایع کړي.

دغه پیسې چې ضایع سوې د هغو 200 ملیاردو حصه بلل کیږي چې  امریکایانو د کال 2002 وروسته د خپلو عملیاتو او بیا رغوني لپاره مخصصي کړې وي.

که څه هم د ضایع سوو پیسو صحیح مقدار نه دی ذکر سوی خو د په افغانستان کې د بیا رغوني څارونکي تحقیقاتي کمیسون ته ویلي چې 11.4 ملیارده ډالره چې د افغاني امنتي قواتو پر مرکزونو مصرف سوې، ټولي ضایع سوي دي.

رپورټ ویلي چې د امریکایانو د مال د ضیاع اصلي سبب خراپه اداره، د افغاني او عراقي د حکومتونو فساد، د خصوصي شرکتونو د موضفینو فساد، او ناسم پلان دی.

رپورټ ویلي چې صرف د درغلیو تاوان 12 ملیارده ته رسیږي.

رپورټ نور ویلي چې کله خبره د خصوصي شرکتونو د څارني ته راسي نو مونږ دې نتیجې ته رسیږو چې مونږ هیڅ هم په دې اړه نه لرو، او باید دا خلل اصلاح کړو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x