ورزش

کرکټ: د ۲۰۱۵ نړیوال جام لومړی کمرشل پر لیکه سو – ویډیو

نن ټکی اسیا (جمعه، د لړم ۱۶مه، ۱۳۹۳ل):  د کرکیټ نړیوال جام ته ۱۰۰ ورځي پاته دي، چې را روان کال ۲۰۱۵ کې به د اسټرالیا په سیډني، او د نیوزیلاند په اوکلاند ښار کې تر سره شي.
ددې لوبو لومړی کمرشل تیره ورځ د آی سي سي له خوا نشر شو، د کمرشل پیل په پنځه پښتنو ماشومانو کیږي، چې په کنډوالو کې د کرکیټ لوبي ته چمتوالی نیسی، چې څرنګه د پښتنو ماشومانو لوبه پر مخ ځي، ورسره د نورو ملکونو ماشومان او لوبغاړي ښکاري.
باید وویل شي چې دا لومړی ځل دی چې افغانستان د کرکیټ د ۵۰ اوریزو لوبو په نړیوال جام کې برخه اخلي.
په کمرشل کې د اسټرالیا او نیوزیلنډ په ستورو لوبغاړو باندي رڼا اچول شوې، او د اسټرالیا ستوری بال غورځونکی میچیل جونسن، او د نیوزیلنډ ستوری توپ وهونکی میکالم ښکاري چې د لوبغالي په خوا روان وي.

http://www.youtube.com/watch?v=LTuk_rVwzd8

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x