افغانستان

د امریکايي پوځیانو د شپې د چاپو په باب د رویټرز د خبریال راپور

night_raid د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د وسله والو مخالفانو د وژلو یا نیولو لپاره د ناټو او افغان ځواکونو له لوري د شپې په مخه حملې یا چاپې په افغانستان کې یوه تر ټولو لانجمنه ستراتیژي ګڼل کېږي.

په ننګرهار ولایت کې دیارلس کلن حمید اله رویټرز خبري اژانس ته وویل، د شپې په مخه د دوی پر کور چاپه ووهل شوه ، یوه سپي پرې حمله وکړه او ژوبل یې کړ.

حمید الله پایڅه پورته کړه او هغه ځای یې د رویټرز خبریال ته ورښکاره کړه چې سپو داړلی وو.

د حمید الله په وینا دی دوه نیم کاله پخوا چې یوولس کلن وو، نیمه شپه له خواږه خوبه راویښ کړای شو او کله چې یې ور پرانیست ، د امریکایانو سپي پرې حمله وکړه.د ده په وینا امریکايي پوځیان مخکې تر دې چې لاړ شي ، د ده د پښې ټپ یې وتاړه.

حمید الله وايي، د کور کړکۍ یې لا هم ماتې دي ځکه چې امریکایانو په چاودونکو موادو د دوی د کور دروازه والوځوله.

ویل کېږي په هماغه شپه څلور نور ماشومان او یوه ښځه هم په دې کور کې موجود ول خو نورو ته زیان ونه رسېد.

په دې شپه اووه تنه ونیول شول چې شپږ یې شپږ ورځې وروسته خوشي شول خو اووم کس یې څلور میاشتې په توقیف کې تېرې کړې.

احمد نور د ننګرهار د شېرزاد ولسوالۍ ۲۶ کلن ځوان دی. ده هم د ناټو ځواکونو د شپې د چاپو ترخه کیسه د رویټرز خبریال ته کړې.

دی په روغتون کې له دوو چادري والو ښځو سره ناست وو چې د یوې پښه او د بلې لاس ټپي شوی او په بنداژ یې تړلی وو.

د احمد نور په وینا د شپې نهه بجې وې چې دوې یا درې هیلې کوپترې او یوه جټ الوتکه په اسمان کې ښکاره شوې، ورسره جوخت د امریکايي پوځیانو موټران راغلل او وروسته یې د دوی کور ته دوه – درې راکټونه وویشتل.

احمد نور چې ستومانه او غمجن ښکارېده، وویل: یو راکټ له کړکۍ راتېر شو او په کوټې کې وچاودېده، ورسره په خونه کې دوړې پورته شوې.

موږ په یوه کور کې یوولس تنه اوسېدو، زما د مېرمن پښه ژوبله شوه خو زموږ په سیمه کې کلینیک نه وو، مجبوره وو چې تر سهاره انتظار وباسو، تر دې چې دلته روغتون ته راشو، وروسته خبر شوو چې زموږ یو بې ګناه ګاونډی شهید شوی دی.

د رویټرز د خبریال په وینا احمد نور لا ږغېده چې د روغتون د ريیس په وینا له هغه سره مرکه ودرول شوه.

د روغتون رييس دا کار د والي په امر وکړ.

د روغتون رييس وویل، هیڅوک نه دي وژل شوي، نه څوک ژوبل شوي، خیر و خیریت دی او بمباري هم نه ده شوې.

ایساف د دې ډول پېښو او د شپې د چاپو په باب د خلکو د څرګندونو په باب څه نه وايي.

تاند

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x