نظــر

نن سبا له دروغو رښتیا څنګه جوړیږي ؟

جاوید علي خیل

د سوریي په کوباني کې دجګړې له پیل پوره دری اونۍ وړاندې هغه وخت چې دې ښار په سوله کې ژوند درلود،او د جګړې هیڅ کیسه او اندیښنه نه وه، یوه ورځ ددې ښار کردي چارواکو دښاري خدماتو لپاره داوطلب کسان راټول کړل،دنارینه کردي داوطلبانو په منځ کې یوه دطلایي ویښتو نجلۍ هم وه، لویدیځ خبریالان چې په اسلامي ټولنو کې همیشه په ښځو پسې څوس وهي،تر څو یي بې حجابي او تبرج  د غربي کلتور د خپراوي دشاهد په حیث نړۍ ته وړاندې کړي،دلته یي هم خپل کار ترسر کړی، سویډنی خبریال کارل درات چې د دې مراسمو شاهد و،د مراسمو له پیل وړاندې دغې کردي نجلۍ ته ورنږدې شو،جانداري او جوړ تازه یي ورسره پیل کړل او په پای کې یي یو یادګاري تصویر ترې واخیست،چې وروسته یي په خپل بلاګ نشر کړ.

له دې  پيښې دری اونۍ وروسته د اسلامي دولت ډلې په کوباني ښار برید وکړ او له کردانو سره په سخته جګړه کې ښکیل شول،غربي رسنیو د کوباني جګړې ته غیرمعمولي انګازه ورکړه، او داسلامي دولت په خلاف او کردي مقاومت دځلولو د یوه فرصت په حیث یي  استفاده ترې پیل کړه،دا مهال په کوباني کې خبریالان نه وو، نو ځکه  ددروغو د خپرولو لپاره هرچاته ښه موقع په لاس ورغله .

همدغه مهال چې په نړیوالو رسنیو کې دغرب زده ګانو لخوا  د خپلې درنې او بل سپکې کمپاین  ښه په درز کې روان و،د یوه انګلیسي سایټ چلوونکو د سویډني خبریال په بلاګ پراته همدې پخواني تصویر ته ورپام شو،تصویر یي په کوباني کې دیوې جنګیدونک کردۍ پیغلې په عنوان خپور کړ،او دغه ګمنامه او ناپیژوندیه نجلۍ یي د کوباني د اتلې په حیث وځلوله، په اجتماعي رسنیو کې ددې تصویر له خپریدو سره ددې ناپیژندویه تصویر په اړه ډول ډول انګیرنې او اوازې پيل شوې، همدا آوازې یو تربلې شریکې او لا مبالغه آمیزه شوې،او په دې ډول له دروغو څخه د رښتیا جوړیدو پروسه پیل شوه.

د اکتوبر  په پنځمه له سعودي څخه د رغد الفیصل په نوم یوې ټویټر کارونکې ولیکل چې دغه کردۍ جنګیالۍ دداعش لاس ته ورغلې او هغوی ترې سر غوڅ کړی، په دې ډول ددې ګمنام تصویر د لرونکې په غم د اوښکو او ویرنو لړۍ پیل شوه، دخدای تعالی ساده مخلوق چې د غوږ له کتلو پرته یي په پیشو پسې ځغستلي وو، بې له دې چې مړی وپیژني یایي شتون یا نه شتون کره کړي، ویرنو او عزاسرایي ته  وجوړېدل .

د خواله رسنۍ احمقان دداسې ویر په ټغر کیناستل چې له  لویه سره افسانه  او کوم حقیقت یي نه درلود،د اکتوبر په لسمه د فیسبوکي او ټویټري احمقانو ساندې هغه وخت په سلګیو بدلې شوې،چې د کردستان پوځ  ترنامه لاندې دټویټر یوې پاڼې دهمدې ناپیژوندیه عکس سره یوځای د ښځې د غوڅ شوي سر یو عکس هم خپور کړ او ویي لیکل چې دغه دی دکردۍ جنګیالۍ سر د داعش لخوا غوڅ شوی دی .

د اکتوبر په دیارلسمه د مطبوعاتي دروغ جوړونې د کومې کمپنۍ کارمند فکر وکړ،چې یاره د کوباني قهرمانه خو دغسې بي نومه هیڅ خوند نه کوي، باید یو ښه نوم هم ورته انتخاب کړو، په همدې ورځ یي  د کوباني دګمنامې نجلۍ لپاره  د ریحانه نوم انتخاب کړ، دغه مهال که ځینو ویل چې  ریحانه وژل شوې ، خو نورو بیا اوازه ګرمه کړه، چې ریحانې سل تنه د داعش جنګیالي وژلي دي، او په دې ډول یي د قهرمانۍ ریکارډ جوړ کړی دی .

له  یوه ناپیژندویه تصویر څخه رابوټیدلې افسانه لا هم په نړیوالو مطبوعاتو کې په درز کې روانه ده، اوس غربي رسنۍ دغې خیالي جنګیالۍ ته یو بل نوم هم انتخاب کړی دی، دکوباني پرښته . نړیوالې رسنۍ په تیره د غربي تبلیغاتي جنګ فیسبوکي او ټویټري فعالین د کوباني دخیالي پرښتې لپاره کمپاین په درز کې چلوي، دغه نجلۍ یي چې یو وخت مړه کړې وه او د سرغوڅیدنې عکسونه یي خپاره کړې وو، اوس یي بیرته راژوندۍ کړې، ریحانه نوم یي پرې ایښی او  د کوبانی دنجات پرښته  لقب یي ورکړی.
په دې مابین کې دعکس اخیستونکی  سویډنی خبریال چې حقیقت ورته معلوم دی ، چیغي وهي،چې دا تصویر دکوبانی له جنګ سره هیڅ تړاو نلري، دا له جنګ نه دری اونۍ مخکې اخیستل شوی دی، دا نجلۍ حتی زه نه پیژنم چې عکس مي یې اخیستی نو نور خلک به یې څه وپيژني، ما چې ورسره خبرې وکړې یوازې یي دومره راته وویل چې په پوهنتون کې محصله یم او دحقوقو پوهنځی وایم، خود ښاري داوطلب خدماتو غړې هم یم ، له هماغه وروسته دا نجلۍ نه ما لیدلې او نه  باور شته چې دکوباني په جګړه کې به یي برخه اخیستي وي، خبریال وایي تراوسه مې چې هرڅومره تلاش کړی دا نجلۍ مې نه ده موندلې چې چیرې ده او په څه حال ده .

خو د سویډني عکاس او خبریال له دې چیغو سره سره  لا هم له  تصویره رابوټیدلي درواغ لګیا دي، پسې پړسیږي او د رښتیاوو غوندې دخلکو په باورونو کې ځای نیسي، د کوباني د خیالي اتلې لپاره د کرد پلوه غربیانو تبلیغات داسې کمزوري نه دي چې دسویډني عکاس  حقیقت افشاکوونکی غږ به په کې واوریدل شي، اوس هیڅوک هم نوموړي ته غوږ نه نیسي او دده رښتیا دلائل ورته دروغ ښکاري .

د کوباني خیالي جنګیالۍ چې په نړیوالو رسمي چینلونو کې د کوباني پرښته بلل کیږي، اوس یي کیسه له افسانې او آوازې څخه په حقیقت بدلیدونکي ده، ځکه رسمي رسنۍ او معتبرې خبرې ادارې هم ترې یادونه کوي، د بي بي سي له قوله ددې نجلۍ له تصویر سره اوس لیکل کیږي چې : دې نجلۍ په ښایسته سترګو او ځلنده ویښتانو د ټولو خلکو توجه جلب کړې ده،هرڅوک له هغې سره  مینه لري ځکه د هغې په وجود کې د ښځو او نارینه وو هغه مقاومت  مجسم دی چې د اهریمني ځواک په وړاندې مقاومت کوي .
معلومه نه ده ، چې دعکس اصلي څښتنه څوک ده او اوس په څه حال کې ده، باور کیږي چې دعکس اصلي څښتنه به د کوباني دنورو ډیرواوسیدونکو غوندې د جګړې له پیل سره هم مهال له کوباني ترکیې ته تښتیدلي وي او هلته به په کوم کمپ کې د ګمنامۍ ژوندتیروي، که په کوباني کې پاته وي شایدپه جګړو او بمباریو کې وژل شوي وي، خو اوس ددې ژوند او مرګ مهم نه دی ، د نړیوال تبلیغاتي منطق له مخې مهمه داده چې ددغې نجلۍ له  کشش لرونکي تصویر څخه تبلیغاتي استفاده وشي، هغه باید د تبلیغاتو په زور ژوندۍ وساتل شي، که نن سبا یي د سلو کسانو دوژلو کارنامه ذکر کیږي، بله ورځ باید د  دوه سوه  کسانو دوژلو کارنامه ورته  منسوبه شي او رسما دکوبانی د ساتونکې په حیث اعلان شي، راتلونکی کال باید دملالې یوسفزۍ غوندې دغه نجلۍ هم د نوبل د سولې نړیوالې جائزې ته ونومول شي .

هیڅ داندیښنې وړ نه ده چې جائزه به څوک ترلاسه کوي،نجلۍ چې اوس په جګړه داسې بوخته بلل شوې چې حتی یوې مطبوعاتي مرکې یا یوه بل تصویر اخیستلو ته نه ده وزګاره  باید په ښاري خدماتو یا دملالې یوسفزۍ غوندې د نایجریا د تښتول شویو نجونو په غم کې ستومانه وبلل شي او جائزه به یي همداسې کوم خیالي پلار ترلاسه کړي.

په دې ډول به  ریحانه  د کوباني د قهرمانې په حیث تاریخ ته وسپارل شي او مطبوعاتي جبر به  هغه نظریه ظاهرا غلطه ثابته کړي چې له دروغو رښتیا نه جوړیږي .

ددې کمپاین په لړ کې شاید د تصویر واقعي څښتنه که یي چیرې څرک ولګیږي شاید غربي مرستندویان یي د واکسین په بهانه په کومه زهري پیچکاري ووژني،ترڅو ددوی جوړ کار خراب نه شي، په دې لړ کې دسویډني عکاس د سر خطره هم شته، ځکه نوموړي بیځایه د سپیناوي خوله خلاصه کړې ده .

ګرانه لوستونکیه !

شاید په دې کیسه  به حیران شوی وې، خو هیڅ مه حیرانیږه همدا دنننۍ نړۍ منطق دی، کله چې انسان دانسانیت له پټلۍ وغورځي،کله چې اخلاق خپل ماهیت له لاسه ورکړي،  او کله چې سړیتوب د شیطان پرستۍ په وړاندې وسله وغورځوي، په داسې ماحول کې بیا نو رښتیا ، صداقت ،امانت داري او مروت هم ټیکه نه شي کولای،هلته به بیا یوازې د دروغجنو بیډۍ میره وي.

په داسې شرایطو کې که غواړي له خپل باور ، فکر او عقیدې سره ناځواني ونه کړې او د دوکې، غدر او غولیدنې په غبار یي خړپړ نه کړې،باید د نړیوال تبلیغاتي جنګ ماهیت وپیژنې، د ددروغو پروسس  او تبلیغاتي هنګامه راپورته کولو چالونه یې درک کړي،او هیڅ خبره باید په پټو سترګو ونه منې !!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

علی خیل صاحب او نورو ټولو مسلمانو افغانانو السلام علیکم : ستاسی اخری یادونه چه لوستونکی باید د لویدیز په دجالی میدیا د رښتیاوو باور ونه کړو سل په سلو کی سمه ده ، په دوی د رښتیاوو باور کول به داسی معنی ولری لکه څوک چه په ښخه د نارینه او یا په نارینه د ښځی باور ولری . ستاسی د دی لیکنی په هکله می زړه شو یوه لیکنه ولرم نو تبصره به کمه کړم ، دومره درته وایم چه ډيره په ځای لیکنه وه اوسنی جنګونه له پخوانی جنګونو سره ډير توپیر لری دوی اوس د نظامی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x