افغانستان

غزنی: قره باغ کې د اربکي قوماندان په ګډون دوه تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا(جمعه، د لړ۱۶مه، ۱۳۹۳ل): د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې نن سهار وختې د یو اربکي قوماندان او د هغه د ساتونکي مړي موندل شوي.

د سرچینې په خبره، وژل شوی قوماندان عبدالقادر د ابراهیم زوی او په ښاروال پېژندل کېده او د هغه یو بل ساتونکی محمد خان د عبدالله خان د شپې ناوخته په هارون خېلو کلي کې د خپل استوګنځي سره نیږدې وژل شوي.

د سېمي یوه اوسېدونکي بصیرجان نن ټکي اسیا ته په اړیکه کې ویلي، چې وژل شوی قوماندان پخوا د قره باغ ولسوالۍ د ښاروال په توګه هم دنده ترسره کړې، خو د ډېر وخت لپاره بیا پر کور ناست و او بې وسلې و.

د نوموړي په خبره، قوماندان ښاروال له تېر کال راهیسې د طالبانو پر ضد له دولت سره همکاري لرله او ځان سره یې خپل سري وسله وال ګرځول او په دې وروستیو کې یې د کابل – کندهار سړک ته څېرمه د هارون خېلو په کلي کې، چې ډېری وخت ترې طالبانو د ناټو او افغان امنیتي ځواکونو پر  اکمالاتي کاروانونو حملې کولې، د اربکیانو د پوستې د ځای پر ځای کولو امر او امکانات تر لاسه کړي ول.

د یادونې ده، چې د غزني امنیتي چارواکو تر دې مهاله د پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.

طالبانو د نوموړي د وژنې مسؤلیت پر غاړه اخیستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x