افغانستان

پاکستان ۷۸ افغانان، افغان حکومت ته وسپارل

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۱۶مه ۱۳۹۳ل): پاکستاني ځواکونو ۷۸ تنه افغانان چې ددغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې یې نیولي وو، په تورخم کې افغان چارواکو ته وسپارل.

پاکستاني پولیسو په پښتونخوا کې د محرم په شپو ورځو کې سلګونه افغان مهاجرین نیولي و.

پاکستاني رسنۍ وايي پولیسو دغه افغانان د قانوني اسنادو د نه درلودلو له کبله په بېلابېلو سیمو کې نیولي و.

خو په پېښور کې د نن ټکی اسیا همکار وايي چې پولیس زیات شمېر هغه افغانان چې مهاجر کارت او یا هم پاسپورت ولري، نیسي او پیسې ترې اخلي.

د نن ټکی اسیا همکار زیاتوي چې د پولیسو له ډاره اوس پېښور او اړوندو سیمو ته ډير کم افغانان له قانوني اسنادو پرته راځي.

بل پلو پاکستان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې افغان حکومت سره د مهاجرینو په بېرته ستنیدو کې دې مرسته وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي مسعود خان په یوې ناسته کې ویلي و چې افغان حکومت دې د مهاجرینو د بېرته ستنېدو لپاره زمینه برابره کړي.

نوموړي زیاته کړې چې موږ غواړو افغان مهاجرین په عزت سره بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

د یادونې وړ ده چې اوسمهال تر یو نیم میلیون زیات افغان مهاجرین په پاکستان کې ژوند کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x