افغانستان

کندهار: په سپین بولدک کې فدايي برید ګڼ شمېرعسکر وژلي

spinboldak

نن ټکی اسیا: طالبانو په خپله پاڼه کې ویلي چې نن ددوی یو تن قهرمان مجاهد عطاء الله د کندهار ولایت د بولدک ولسوالۍ د کمیساري ودانۍ ته نژدې د پولیسو پر موټریز کاروان باندي فدايي برید وکړ چې له امله یې دوه عرادې رینجر موټر تخریب او پکښي ناست 8 تنه عسکر ووژل شوه.

مګر د بلي خوا د سرحدي پولیسو مشر عبد الرازق قومندان رسنیو ته ویلي چې ددوی پولیسو دغه ځانمرګي مخکي لا تر څار لاندي کړی وو، او کله چې ځانمرګي پوه سو چې وبه نیول سي، خپل موټر ته یې انفجار ورکړ چې له امله یې د ملي امنیت (استخباراتو) شپږ (6) تنه کارکوونکي اودوه (2) تنه سرحدي پولیس او شپاړس (16) ملکیان ټپیان شوي.

ازادي سرچیني په تازه خبرونو کې وايي چې یو کس چې د استخباراتو ضابط دی، په دغه برید کې وژل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x