
زمـا ښکلی پر ما ګرانه
بشیر احمد وصال
زمـــــــــــــاښکلی پرماګرانه چیرته یی
ای اتل اتل جانانه چیــــــــــــــــرته یی
ستا د اوږد بیلتون په اور کی به کباب شم
نازک ځـــــــــوانه طالب جانه چیرته یی
موده کیږی چی می نه راځی په سترګه
دغیرت همت نښـــــــــــــانه چیرته یی
راشه بیاموپه زړګی پاچاهـــــــــی وکړه
وخت تیــــریږی بی سلطانه چیرته یی
اوس دی شور دبدبه نه ښکاری کوڅوکی
ګــــــــــــــرزی هرخوا رقیبانه چیرته یی
دوصـــــــال درپسی ستړی دپښو تلی
اِی زمونږ دکلی خانه چــــــــــــیرته یی