افغانستان

ننګرهار: بهسودو کې د پولیسو افسر پر یوې انجلۍ جنسي تېری کړی

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۱۶مه ۱۳۹۳ل): د هېواد په ختیځ ولایت ننګرهار کې د پولیسو یو افسر پر یوې انجلۍ جنسي تیری کړی دی.

د راپورونو له مخې ددغه ولایت په بهسودو ولسوالۍ جنايي پولیسو مرستیال عقیل خان د تېرې چهارشنبې په ورځ پر یوې ۲۳ کلنې انجلۍ چې پخوا چا له کونړه تښتولې وه، په خپل دفتر کې پرې جنسي تېری کړی دی.

د افغانستان د مدني ټولنو فدراسیون په خپلې فیسبوک پاڼې د یادې پېښې په اړه راپور ورکړی، دغه پېښه یې غندلې او دولت څخه یې غوښتي څو د پغمان د قضيې د عاملینو په څېر یاد پولیس افسر ته سزا ورکړی.

پغمان ولسوالۍ کې څو تنو غلو پر ۴ ښځو جنسي تیری وکړ چې شاوخوا میاشت وړاندې په څرخي پله زندان کې اعدام شول.

یاد فدارسیون ددغې پېښې د جزییاتو په اړه وايي چې انجلۍ د خپلې مور سره یوځای د بهسودو ولسوالۍ ته خپل عریضه راوړله، څو د نوموړې تښتونکي ونیسي، خو جنايي مرستیال یې مور «په څه بهانه» له خپله دفتره وویستله او پر انجلۍ یې د دفتر دننه جنسي تېری وکړ.

د مدني ټولنو فدارسیون د راپور له مخې وروسته د بهسودو ولسوالۍ څارنوال ته د قضیې په اړه وویل شول، هغه چې د جنايي مرستیال دفتر ته ننوت نو عقیل خان وتښتېد او انجلۍ شلېدلې جامې په کوټې کې پرته وه.

« انجلۍ په داسې حال کې چې جامې يې شلیدلې وې څارنوال ته وویل چې یاد جنايي افسر ورباندې په زور او جبر جنسي تیری وکړ، په داسې حال کې چې د انجلۍ جامې شلیدلې او د زور او جبر نښې نښانې پرې ښکارېدلې. »

د مدني ټولنو فدارسیون وايي چې تر پېښې وروسته یاد پولیس افسر نیول شوی خو ځينې چارواکي يې په بېرته خلاصولو کوښښ کوي.

دوی انديښنه څرګندوي چې پر انجلۍ له بېلابېلو لارو فشار اچول کیږي او د زور او پیسو په مقابل کې له مسئلې تېريدلو ته مجبوریږي.

د پولیسو ددغه افسر لخوا پر دغې انجلۍ د جنسي تيري دوسیه د دولتي ادارو سربېره د بشرحقوقو او یوناما په دفتر کې هم ثبت شوې.

ننګرهار ولایت کې د زورواکانو او دولتي چارواکو لخوا د ښځو سره د تاوتریخوالي او جنسي تیري پېښې تر دط وړاندې هم ډير ځله ترسره شوي. تر دې وړاندې د قومندان ګل کریم یو پخواني سرګروپ تاج محمد یوه خور او ورور (زمزمه او سمسور) دره نور ولسوالۍ ته تښتولي وو چې د ۲ کلونو بند وروسته د قومي مشرانو په کوښښونو بېرته راخوشې شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x