افغانستان

روبرټ واټكنز: د افغانستان امنيتي وضعه ډېره خرابه سوې

RobertWatkins

په افغانستان کې د ملګروملتونو سرمنشي بانکی مون خاص استازي نایب روبرټ واټکنز وايي چې د افغانستان امنيتي وضعه ډېره خرابه سوې او د امم متحده د خیریه موسساتو پر کارکونکو بریدونه هم زیات شوي.

نومړی وایی چې له تیرو لسو کلونو راهیسي له کومه چې د طالبانو حکم نړیدلی د سږ کال امنتي وضعي تر ټولو ټيټي درجې ته را کښته شوې، او د ملګروملتونو په کارونکو هم بریدونه په بې ساري توګه زیات شوي.

ښاغلي روبرټ چې اوس یې د کار موده په ختمېدو ده وویل چې د انصاف خبره خو داده چې د ناټو د ځواکو تر زیاتوب دمخه په تېر کال کې جنګونه یوازي تر جنوب او جنوب شرقي سیمو پوري محدود وه، بیا وروسته دا لړۍ هغه سیمو ته وغځیدله چې مونږيې ګمان هم نه کاوه.
ده زیاته کړه: اوس زمونږ مخته دومره امينتي مشکلات پراته دی، چې مونږ په فكر کې هم نه راتلل, که څه هم ناټو دا ادعا کوي چې دوئ د جنګ په ساحه کې پرمختګ کړی، مونږ اوس هم دغه امنيتي ستونزي په مخ کی وینو.
په اوس وخت کې د ملګروملتونوخیریه او نوري موسسی د افغانستان د ټولي ساحې څخه یوازي 30 فیصده ساحو ته دست رسي لری، ښاغلي واټکنز وايي چې د مرستو د ویش اوسني توزیع د ځینو افغانانو سره دا شک پیدا کړی چې زمونږ مرستي د جنګي او سیاسي هلو ځلو سره تړاو لري.
نومړي وویل چې باید ددغو شیانو تر منځ مونږ فاصله پیدا کړو، او مونږ باید دا مفهوم غلط ثابت کړو.
مګر ده وویل چې یو ښه پرمختګ دا شوی چې اوس افغاني او بهرني ځواکونه دې ځای ته رسیدلي چې په علني توګه وايي چې باید ددې شخړې پای د مذاکراتو له لاري معلوم سی.
نوموړي په ټېنګار سره وویل چې روان کال کیداي شی په افغانستان کې ښه پرمختګ وشی که چيري د سولي کوششونه ګړندي شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x