ورزش

انگلینډ خپلې لوبډلې ته د توپ وهنې نوی روزونکی ټاکلی

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۱۵مه، ۱۳۹۳ل): انگلینډ خپلې لوبډلې ته د توپ وهنې نوی روزونکی ټاکلی. د توپ وهنې دغه نوی روزونکی د همدې هیواد پخوانی تکړه توپ وهونکی مارک رام پراکاش دی. دغه خبر د انگلستان کرکټ بورډ لخوا ورکړل شوی.
۴۵ کلن مارک ۱۹۹۱ څخه تر ۲۰۰۲ز کال ۵۲ ټیسټ لوبې کړې. د انگلینډ پخوانی روزونکی روان کال مې (May) میاشت کې له دندې گوښه شو چې اوس مارک د نوموړی د ځای ناستي په صفت معرفي شو.

مارک پراکاش د منډو اوسط په ټیسټ لوبو کې ۲۷.۳۲ ده او له ۱۱۴ منډو جوړولو سره يي د لومړي ځل لپاره په نړیوالو سیالیو کې سلیزه وهلې وه.

رام پراکاش له دې مخکې هم د انگلینډ ملي لوبډلې له لوبغاړو سره کار کړی. رام پراکاش ته بلنه ورکړل شوې وه چې د انگلینډ له ملي لوبډلې سره د روزونکی په صفت سریلانکا ته سفر وکړي چې نوموړی دغه بلنه منلې ده.

دغه سفر به لوبډلې روزونکی په صفت د پراکاش لومړی رسمي سفر وي.

انگلینډ کرکټ بورډ مشر وویل: «ډیر خوښ یم چې مارک رام پراکاش مې د انگلینډ لوبډلې لپاره توپ وهنې روزنکی په توگه انتخاب کړی.»

انگلینډ کرکټ بورډ په وینا رام پراکاش له لوبغاړو سره پیاوړی اړیکې لري او لوبډلې منیجمنټ په برخه کې يي هم ډیره زیاته مرسته کړی او له شک پرته به نوموړی د روزونکی په صفت هم لوبډلې کې مثبت بدلون رواړي.

رام پراکاش وویل: «زه خپل هیواد ملي لوبډلې روزونکی په ټاکل کیدو ډیر خوښ یم او زما کوښښ به دا وي چې لوبغاړو سره خپل اړیکو په مرسته لوبډله کې به د مثبت بدلون راوستلو کوښښ وکړم.»

دی زیاتوي: «زه فکر کوم چې مونږ ډیر تکړه لوبغاړي او پیاوړی لوبډله لرو او د دې لوبډلې روزنکی په توگه ټاکل کیدل زما لپاره د افتخار ځای دی.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x