ورزش

د اسټرلیا غوره توپ اچونې سویلي افریقا له ماتې سره مخ کړه

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۱۵مه، ۱۳۹۳ل): نن د استرلیا او سویلي افریقا تر منځ د درې شل اوریزو سیالیو دوهمه لوبه وه. دغه لوبه کې استرالیا، سویلې افریقا لوبډلې ته په ۷ ویکټو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د سویلې افریقا لوبډلې وگټله او توپ وهنې پریکړه يي وکړه چې دغه پریکړه وروسته بیا غلطه ثابته شوه. نننۍ لوبه کې سویلې افریقا توپ وهونکي ښه لوبه نندارې ته وړاندې نکړه او په ټاکل شوو ۲۰ اورونو کې یوازې ۱۰۱ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته يي ۱۰۲ منډو هدف ورکړ.

دغه لوبه کې ډومیني ۴۹، هینډریکس ۱۸ او روسو ۱۲ منډې جوړې کړې.

د استرلیا ټولو توپ اچونکو ښه توپ اچونه وکړه. نن ورځې لوبه کې فالکنر ۳، بوایس ۲، کمېنس او بولینجر د سیالې لوبډلې یو یو لوبغاړی په سوځولو بریالي شول.

استرلیايي لوبډلې دغه هدف یوازې ۳ لوبغاړو له سوځیدو سره د لوبې په ۱۲م اورو کې پوره کړه او سویلې افریقا ته په ۷ ویکټو ماتې ورکولو سره د لومړۍ لوبې غچ واخیست.

دغه لوبه کې فنچ ۴۴ منډو جوړولو سره ناسوځیدلی پاتې شو.

د سویلې افریقا توپ اچونکي هم د توپ وهونکو په څیر ښه لوبه نندارې ته وړاندې نکړه. توپ اچونه کې پارنېل ۲ او ربادا ۱ لوبغاړی په سوځولو بریالي شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x