افغانستان

په دری اړخیزه خبرو کی پاکستان له پامه وغورځول شو

pantagonنن ټکی اسیا: هغه دری اړخیزه خبری چی ګمان کیدو دامریکا، افغانستان اوپاکستان لخوا به په نیویارک کی شروع کیږی تیره ورځ دامریکی او افغانی چارواکو ترمنځ په پنټګان کی پیل شوی.

تیره ورځ دافغانستان د دفاع او داخله چارو وزیران نیویارک ته ورسیدل او د د امریکا ددفاع وزارت دچارواکو له لوری یی هرکلی وشو.

 

په نیویارک کی دامریکی ددفاع وزیر خبریالانو ته وویل چی دامریکایی او افغانی چارواکو ترمنځ به دغه ناسته ډیره مهمه
وی او دا به د دواړو هیوادونو دفوځونو ترمنځ ددایمی اړیکو لپاره یو پیلامه وی.
مخکی امریکایی چارواکو اراده لرله چی دغه ناسته به د دریو سره هیوادونو دچارواکو ترمنځ وی ترڅو دترهګری په وړاندی مبارزه کی ددواړو هیوادونو ترمنځ د راپورته شوی شکونو اوغلط فهمیانو دلری کولو لپاره لاری چاری ولټوی، خو په لاهور کی دنیول شوی امریکایی ریمنډ ډیوس له نیولو څخه وروسته د امریکی او پاکستان اړیکی ترنګلی معلومیږی.
نو ځکه په روانه ناسته کی دغه هیواد ته برخه ورنه کول شوه او داسی رپورټونه هم شته چی د اباما اداره کوشش کوی له طالبانو سره بلاواسطه اړیکی ونیسی او د خبرو کولو لپاره ورته بلنه ورکړی او د دوی په وینا د افغانستان روان کړکیچ ته د حل لاره ومومی او د پاکستانی چارواکو هغه غوښتنه نظر انداز کړی کوم چی ویل کیدل به چی د افغانی چارواکو او طالبانو تر منځ به دخبرو منځګړتوب
وکړی.

له بله پلوه د افغانستان امن جرګه هم اراده لری تر څو دګوانټانامو له بندیانو څخه لیدنه وکړی او د هغوی په راخوشی کولو کی کوشش
وکړی او وکولای شی چی په ګوانټانامو کی دطالب بندیانو په را خوشی کولو سره طالبانو ته ښه نیت وښیی.
او د امریکې دسیاسی چارو شنونکی سټیوکول وغونډی ته په خبرو کولو کی دی ټکی ته اشاره وکړه، چی زه فکر کوم نه طالبان او نه امریکایان غواړی چی د طالبانو او افغانی چارواکو ترمنځ په مذاکراتو کی دی پاکستانی حکومت او استخباراتی کړیو ته ددریم ګړی په توګه مهم رول ورکول شی.
خو له بله پلوه امریکایی چارواکی وایی چی روانی دوه اړخیزه خبری به د پخوانیو دری اړخیزه خبرو متبادل نه وی، اوپر دی خبره یی
ټینګار کړیدی چی پاکستان زمونږ نژدی ملګری دی او د ریمنډ ډیوس قضیه به زمونږ اړیکی خرابی نه کړی.
بخت الرحمن بخت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x