د امت لويان

د سلطان نور الدین زنکي پټه دعا څنګه افشا شوه؟

لیکوال: عزیز مومند

سلطان نور الدین زنکي په عدل او جهاد شهرت لري، ځینو مورخینو د (شپږم راشد خلیفه) لقب ورکړی، د پاچاهۍ له لومړۍ ورځې يې د صلیبیانو سره په جهاد لاس پوری کړی او د بیت المقدس ازادي یې یوازینی ارمان وه.

د ژوند په اخیرو شپو کې يې د وفات مرض سخت شو، هغه امام چې ده ته به یې د جماعت لمونځ ورکاوه خوب ولید چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ورته وایي چې «نور الدین ته زیری ورکړه چې نن شپه به صلیبیان له (دمیاط) څخه اوځي».

دمیاط د مصر په شمال کې پروت ولایت وه او سلطان نور الدین د شام د حلب په ښار کې اوسيد.

امام په خوب کې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ته وايي چې نور الدین یو لوی او هیبتناک شخصیت دی زه ویریږم چې زما په خبره به باور ونه کړي، ما ته یوه نښه او علامه راوښایه چې زه یې ورته ذکر کړم او هغه مې په خبره باور وکړي. رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ورته وايي: «نور الدین ته ووایه چې نښه یې ستا هغه دعا ده چې د حارم په جګړه کې دې الله تعالی ته په سجده کې سوال کړی وه چې: ای الله ستا د دین کامیابي درڅخه غواړم خپل دین کامیاب کړې د نور الدین کامیابي درڅخه نه غواړم، نور الدین کوم (سپی) دی چې ته به یې کامیابوې».

د حارم جګړه هغه وخت پنځه کاله وړاندې پیښه شوې وه.

امام له خوبه راویښ شو، هک پک وه، د لمانځه لپاره مسجد ته لاړ، ویې لیدل چې نور الدین په مسجد کې ناست دی، ورغی او بیګانی خوب یې ورته تیر کړ خو د سلطان د احترام لپاره یې د (سپي) کلمه ونه ویله. سطان نور الدین زنکي امام ته وویل چې بشپړ خوب راته ووایه او د ډیر زیات ټینګار نه وروسته امام مجبور شو چې پاتې کلمه هم ووايي.

کله چې سلطان نور الدین د امام له خولې څخه ټکي په ټکي هماغه دعا واوریده چې یوازې دی او الله جل جلاله پرې خبر وو، سخت یې وژړل او په داسې حال کې چې له سترګو یې اوښکې روانې وې، امام ته یې وویل چې اوس مې باور وشو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x