ټولنیزه برخه

د دریو ملګرو ښایسته کیسه

حامد افغان

ملګري ته په عربي کې صدیق هم وایې، صدیق له ‘صدق’ نه اخیستل شوی دی یعني رښتیا، او ملګرتیا باید خامخا په رښتیا ولاړه وي، او که په ملګرتیا کې دروغ او منافقت رامنځته شي هغه بیا ملګرتیا نه ده او نه یې غځول په کار دي، د رښتینې ملګرتیا دبیلګې په توګه دا لاندي ښایسته کیسه در سره شریکوم، په دې هیله چې په ملګرتیا کې رښتیني و اوسو.

په اسلامي تاریخ کې د ( الواقدي رحمه الله ) په نوم یو مشهور مؤرخ تېرشوی دی هغه دخپلو ملګرو کیسه کوي او وایې: زما دوه ملګري وو یو هاشمي و او بل نبطي و، موږ دریواړه ډیرسره ګران او رښتیني ملګري وو، واقدي وایې: یو وخت له سختې تنګسیا سره مخامخ شوم، او په همدې تنګسیا کې اختر راباندي راغی، ښځې مې راته وویل: زه او ته به په هرډول سختي اوتنګسیا باندي صبر وکړو خوماشومانو زما زړه راته ټوټه ټوټه کړ، هغوی به دګاونډیانو ماشومان په نویو او ښایسته جاموکې ویني او په خپله به یې زړې او موښلې جامې اغوستې وي. نوته ولاړشه یوڅه خواري وکړه که څه شی دي ترلاسه کړل.

واقدي وایې: ماخپل هاشمي ملګري ته لیک ولیږه او دمرستې غوښتنه مې ورنه وکړه، هغه ته چې لیک رسیدلی و سمدستي یې یوه ډکه کڅوړه راولیږله او په یوه ټوټه کاغذ یې راته لیکلي و: زر درهمه په کې دي، ما لا هغه کڅوړه خلاصه کړې هم نه وه چې زما د نبطي ملګري لیک راغی او له مانه یې د مرستي غوښتنه کړې وه، واقدي وایې هغه کڅوړه مې هماغسې تړلې هغه ته ور ولیږله او له کوره ووتلم، شپه مې په جومات کې تیره کړه ځکه ما ویل که ښځه مې په دې کیسه خبره شوه راته غوسه او خپه به شي.

کله چې کورته راغلم خپلې میرمنې ته مي کیسه وکړه، هغې بده ونه منله او خوشالي یې ښکاره کړه، زه کور ناست وم چې دروازه راوټکیدله او زما هاشمي ملګری و، کورته سره ننوتلو اوله هغه سره هماغه ډکه کڅوړه وه چې ماته یې رالیږلې وه او ما خپل نبطي ملګري ته ورلیږلې وه، هاشمي ملګري مې هغه کڅوړه زما مخته کیښودله او راته کړه یې چې د دې کڅوړې کیسه واوره، هغه زیاته کړه تاچې له مانه دمرستې غوښتنه وکړه زما سره له دې کڅوړې پرته یو درهم هم نه و، او هغه مې تاته راولیږله، وروسته زه تش لاس پاته شوم او اخیر مې زما اوستا نبطي ملګري ته حال ورکړ چې زه په کورکې هیڅ نلرم مرسته راسره وکړه، هغه په مرسته کې همدا کڅوړه راولیږله چې ما تاته درکړې وه اوتا بیا هغه ته ور کړې وه، هغه کڅوړه دا ده او تر اوسه یې هماغسې خوله تړلې ده چې ما تړلې وه!.

واقدي وایې: زه د هاشمي ملګري په کیسه هک حیران پاته شوم او نه پوهیدم چې زموږ دریو ملګریو په منځ کې دې راتاو شویو پیسو باندي اوس څه وکړم!. اخیر مې د هغه په مخ کې کڅوړه خلاصه کړه سل درهمه مې خپلې میرمنې ته ورکړل دری سوه درهمه مې هاشمي ته ورکړل، دری سوه مې نبطي ملګري ته ور ولیږل او دری سوه مې ځان ته کیښودل.

واقدي رحمه الله وایې: زموږ په دې کیسه باندي دوخت خلیفه مأمون الرشید چاخبرکړی و هغه زه ور وغوښتلم او راته کړه یې چې ستاسو دریو ملګرو کیسه راته وکړه ما کیسه ټوله ورته وکړه، وروسته یې اووه زره دیناره راکړل، زر زما دمیرمنې له پاره او دوه دوه زره دیناره زموږ دریو ملګرو له پاره.

دا د رښتینې ملګرتیا په زړه پوري کیسه زموږ د پند او عبرت اخیستلو له پاره کافي ده، په ملګرتیا کې رښتیا او صداقت ملګرتیا خوندوره او اوږده ګرځوي خو متاسفانه د نن سبا ملګرتیا دومره سسته او په نري پاڼ ولاړه ده چې که دسختې اړتیا په صورت کې له کوم ملګرې نه دڅو میرات مړو پیسو یا بلې اړتیا پوره کولو غوښتنه وکړې نوهغه به دپلمو او بهانو امبارونه مخته درته کوټه کړي، او په خپله غوښتنه به دي پښیمانه کړي، الله دي له ملګرو سره د خلوص، رښتیا او واقعي میني توفیق راکړي. كتاب: عجائب القصص للدكتور منصور العواجي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

حامدی صاحب السلام علیکم ښکلی لیکنه وه ، کله چه می خبله کورنی کی نورو ته یادوله له ډیر ی خوښی می دومره وژړل چه هغه قیصه می په ډيره سختی تر اخره ورسوله الله ج دی اجرونه درکړی ستا ټولی لیکنی او توصیی هم داسی دی . هغه ورځ می ستا په نوم د چا یوه کوچنی لیکنه په فیس بوک کی لوستله ، پکی لیکل شوی وو چیز فهم ورونه باید له سیاسته فاصله ونیسی او یا کمی اړیکی ورسره ولری زه حیران شوم چه حامد صاحب او داسی خبره اسلام په خپله سیاست دی او له اسلام… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

حامد صاحب سلامونه می ومنه ! تاسی د دری ملګرو قیصه لیکلی ډيره ښکلی قیصه وه ستاسی دوستی را په یاد شوه یو وخت دی راسره حتی تلیفونی اړیکی لرلی هغه وخت فکر کوم تاسی سعودی او که د څه صحی ستونزو سره مخ وی ما درڅخه پوشتنه هم وکړه تاسی وویل ببس پوښتنه یی مه کوه دعا راته کوه . له هغه وروسته زه افغانستان ته ولاړم او د نن ټکی اسیا سره می (د دی امله جه لیکنی می د څه دلایلو له مخی بندی شوی ) هم اړیکی کمی شوی ، مګر وخت ناوخت به می تبصری… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x