ټکنالوژي

سامسنگ د سمارټ فون نوې لړۍ معرفي کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۱۷مه، ۱۳۹۳): د راپورونو پر بنسټ سامسنگ کمپنۍ غواړي چې خپل سمارټ فون ایس (S) لړۍ ته ادامه ورکړي. په همدې اساس دغه کمپنۍ خپل نوی سمارټ فون گیلیکسي ایس ۶ (Galaxy S6) باندې د پروجیکټ صفر (Project Zero) په مرسته کار پیل کړی.

سامسنگ کمپنۍ اوسمهال له مالي بحران سره مخ ده او د دغې کمپنۍ گیلیکسي ایس ۵ (Galaxy S5) کامیاب نشو او د خلکو توجه يي خپل لوري ته ونشو اړولی.

دغه کمپنۍ اوس غواړي نه یوازې دا چې د ایس لرۍ سمارټ فون کې بنیادې بدلون راوړي بلکې د کاروونکو توجه حاصلولو لپاره د سمارټ فون نوی لړۍ سام موبایل (SamMobile) معرفي کوي.

سمارټ فون دغه نوی لړۍ به یو کلمه نوم لري لکه د گیلیکسي ای (Galaxy A) په څیر خو د نوې لړۍ سمارټ فونونه به ۱۰۰٪ د دغې کمپنۍ له پخوانیو سمارټ فونونو څخه مختلفه وي.

سامسنگ سمارټ فون ډیزاین دغې کمپنۍ له سترې ماتې سره مخه کړه چې اوس بیرته خپل پخوانی موقعیت لاسته راوړل به دغه کمپنۍ ته ډیره ستونزمنه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x