په هلمند کې د جورجیا یو تن عسکر وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي
نن ټکی آسیا: په هلمند کې د جورجیا یو تن عسکر وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي
د جورجیا وزارت دفاع په خپل یو بیان کې ویلي چې تېره ورځ د افغانستان په هلمند ولایت کې ددوی د عسکرو پر یو ګزمې باندي چاودنه وشوله چې له امله یې یو عسکر ووژل شو او دوه نور ټپیان شول.
د رسمي سرچینو له مخي دا د جورجیا شپږم عسکر دی چې په افغانستان کې وژل کیږي.
جورجیا په افغانستان کې 975 عسکر لري چې ټوله یې د افغانستان په هلمند ولایت کې ځای پر ځای شوي دي. د کال 2011 څخه تر اوسه د بهرنیانو اعلان سوي 59 عسکر وژل شوي دي.