د نن سرلیکنه

پر مسجداقصی د صهیونیستي تیري په وړاندې د اسلامي نړۍ خواشینوونکې خاموشي ـ سرمقاله

نن ټکی اسیاـ سرمقاله: له تیرو څو ورځو راهیسي د صهیونیستي یرغلګرو د ځانګړو ځواکونو لخوا پرحرم قدسي په خاصه توګه مسجد اقصی باندې وحشیانه تیري دوام لري.

د دغو غاصبانه تیریو په لړکې یهودي اشغالګرځواکونه د تیرې چارشنبې په ورځ د اقصی مسجدداخل ته ورننوتل او هلته یې د صلاح الدین ایوبي د محراب پرتوهین سربیره د قرآن کریم او نورو اسلامي کتابونو هم سپکاوی وکړ.
مسجد اقصی د مسلمانانو د لومړۍ قبلې په توګه د ټول اسلامي امت لپاره د احترام وړ او پرټولو مسلمانانو دا حق لري چې د هغه دفاع وکړي او د صهیونستي یرغلګرو له تیري څخه یې وژغوري.

خو له بده مرغه اوس مهال پر نړۍ د امریکايي یوقطبي حاکمیت له مخې له مسلمانانو څخه د دې حق اخیستل شوی چې هغوی له خپل ځان ، خپل هیواد او خپلو اسلامي معتقداتو څخه دفاع وکړي.

د بیان او عقیدې د آزادۍ ترنامه لاندې نن هرڅوک کولای شي چې هرډول عقیده او نظریه د ځان لپاره غوره کړي ، یواځي له مسلمانانو څخه د خپل ځان ، اوخپلې عقیدې د دفاع حق په بشبړه توګه سلب کړای شوی.

مسلمان که خپل دین پریږدي د هغه د دې کار تقدیر کیږي ، که بل مسلمان وژني د نړیوال استکبار لخوا هغه لانور دي کارته هڅول کیږي ، که د بل مسلمان ګاوندي پرخلاف تخریبي عمل ترسره کوي د هغه حمایت کیږي ، خوکه له خپل ځان او هیواد څخه د امریکا او یا اسرائیلو د تیري په مقابل کې دفاع کوي بیا یې په کلکه مخنیوی کیږي او د دغه مشروع عمل له وجې پر ډول ډول تورونو ملزم کیږي .
همدا تګلاره نن په نړۍ کې د امریکايي حاکمیت مشخصه او د هغې له مخې د اسلامي نړۍ له اشغال شویو هیوادونوسره تعامل کوي. امریکایانو نن دهمدې تګلارې له مخې په منځني ختیځ کې دخپلو ګټو د ساتلو په خاطر د مسلمانانو پرخلاف پراخ جنګي ایتلاف تشکیل کړی ، په همدي ایتلاف کې یې د سیمې ټول اسلامي هیوادنه تحمیلا ورګډ کړی او د دغه ایتلاف ټول نظامي مصاریف یې هم د هغوی پرغاړه وراچولي، چې په دې سره د مسلمانانو په وسائلو او د هغوي په شتمنۍ ، د هغوي خپله سیمه او خلګ تباه کیږي او ګټه یې یواځې امریکایانو ته رسیږي.

د اسلامیت تقاضا او غوښتنه خو داده چې نن د همدغو اسلامي هیوادنو لخوا د اشغالګرو یهودانو د تیري په مقابل کې له اشغال شوي فلسطین او مسجد اقصی څخه د دفاع پوځي ایتلاف جوړ شوی وای او بیوزله فلسطینیان او خپله لومړۍ قبله مسجد اقصی یې د اشغالګرویهودو له اشغاله خلاص کړی وای.

خو له بده مرغه چې امریکایانو د سیمې له ټولو تش په نامه اسلامي هیوادونو د داسې یوه اسلامي جرأت ځواک سلب کړی او د دې پرځای چې په فلسطین ، عراق او افغانستان کې د مدافعینو مسلمانانو حمایت وکړي د هغوي په ځپلو او وژلوکې یې له امریکایانو سره لاس یو کړی او دوی هم د دغو مسلمانانو پرخلاف هماغه مصطلحات په پټو سترګو کاروي کوم چې امریکایانو د جهاد او مجاهدینو د بدنامي لپاره په خوله کې ورکړي.

دمسلمانانو د دغه تأسفناک او ذلیل وضعیت په اړهد اسلام پیغمبر څوارلس سوه کاله مخکي وړاندوینه کړې او هغه یې دمسلمانو د حب الدنیا اوکراهیة الموت ( له دُنیاسره مینه او له مرګ څخه کرکه ) د بیکاره خاصیت لازمه بللې.

الله تعالی دي ټولو مسلمانانوته له خپل ځان ، ناموس ، دین او هیواد څخه د دفاع جرأت او توفیق ورپه برخه کړي.

د نن ټکی اسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x