افغانستان

ترکيې په ډوبه شوې کښتۍ کې د افغان کډوالو نوملړ خپور کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۱۷مه، ۱۳۹۳ل): د ترکيې دولت د هغو افغان کډوالو بشپړ نوملړ خپور کړی دی، چې ویل کېږي روانې میلادي میاشتې په لسمه نېټه د استنابول ښار په شمال کې ساحل ته څېرمه ډوبه شوه.

یاده کښتۍ چې د فاسفورست او تورې بحیرې د یوځاکېدو په ساحه کې ډوبه شوې ده، ټوله سپرلي يې افغان کډوال ګڼل شوي دي.

که څه هم تر دې وړاندې د کښتۍ د ډوبېدو له امله د وژل شويو او لادرکه کسانو اړوند څه نه و ویل شوي، خو د ترکيې دولت اوس له رسنیو سره د افغان کډوالو بشپړ نوملړ شریک کړی دی.

په دې نوملړ کې د افغان کډوالو څخه ډېر يې د هرات او کابل اوسېدونکي دي او د بغلان او کندوز اوسېدونکي هم پکې شته.

په دې نوملړ کې د کښتۍ د ډوبېدو له امله وژل شوي افغانان هم یاد شوي او هغوی چې لا تر اوسه يې د مرګ ـ ژوند اړوند څه نشي ویل کېدای هم شامل دي، پر دې سربېره هغه افغانان هم یاد شوي دي چې له دې پېښې ژوندي راوتلي دي.

بشپړ نوملړ:
۱ـ پنځه دېرش کلن، محمد عظیم د محمد کریم زوی د کابل اوسېدونکی ژوندی دی.
۲- شپږویشت کلنه رویا د پاینده محمد لور د کابل اوسېدونکې، لادرکه ده.
۳- پنځه کلنه کاینات د محمد عظیم لور د کابل اوسېدونکې، وفات شوې ده.
۴- یو نیم کلنه ایلینا د محمد عظیم لور د کابل اوسېدونکې، لادرکه ده.
۵- درې کلنه دینا د محمد عظیم لور د کابل اوسېدونکې، لادرکه ده.
۶- پنځوس کلن ډاکټر محمد حکیم حکیم زاده د کابل اوسېدونکی، وفات شوی دی.
۷- شل کلن محمد نجیب د ډاکټر محمد حکیم زوی د کابل اوسېدونکی ژوندی دی.
۸- نولس کلن محمد سهیم د ډاکټر محمد حکیم زوی د کابل اوسېدونکی ژوندی دی.
۹- دوه ویشت کلنه مریم د ډاکټر محمد حکیم لور د کابل اوسېدونکې، لادرکه دی.
۱۰- شپاړلس کلنه سلم د ډاکټر محمدحیکم لور د کابل اوسېدونکې، وفات شوې.
۱۱- دولس کلنه رخسار د ډاکټر محمد حکیم لور د کابل اوسېدونکې، وفات شوې.
۱۲- دېرش کلن هارون د عبدالعزیز زوی د کابل اوسېدونکی، وفات شوی.
۱۳- ۴۶کلنه ماری د عبدالعزیز مېرمن د کابل اوسېدونکې وفات شوې.
۱۴-  اوولس کلن ګل جان د شمس الدین زوی د بغلان اوسېدونکی، ژوندی دی.
۱۵- شل کلن عجب خان د شاه زمان زوی د بغلان اوسېدونکی، ژوندی دی.
۱۶- پنځلس کلن شېرباز د شېرین زوی د بغلان اوسېدونکی، لادرکه دی.
۱۷- دوه ویشت کلن سید فایز د سید جلال زوی د کابل اوسېدونکی، ژوندی دی.
۱۸- دوه ویشت کلن بسم الله احمدزی د جلال الدین زوی د کندوز اوسېدونکی، وفات شوی دی.
۱۹-  یو ویشت کلن عبدالرحمن احمدزی د جلال الدین زوی د کندزو اوسېدونکی وفات شوی دی.
۲۰- شپږ دېرش کلن حاجی فریدون د مراد زوی د فاریاب اوسېدونکی، لادرکه دی.
۲۱- اوه دېرش کلن بصیر احمد سلطاني د هرات اوسېدونکی، وفات شوی دی.
۲۲- شپږ ویشت کلنه ارزو سلطاني د هرات اوسېدونکې، وفات شوې ده.
۲۳- ای ناز ، هلینا او شاه هم د  بصیراحمد سلطاني د کورنۍ، وفات شوي دي.
۲۴- پنځه دېرش کلن عبدالسلام د هرات اوسېدونکی، وفات شوی.
۲۵- پنځه دېرش کلن نسیم ګل د غلام صدیق زوی د هرات اوسېدونکی، لادرکه دی.
۲۶- پنځه لکنه الیا او درې کلنه کیمیا د عبدالسلام لورګانې، د هرات اوسېدونکې وفات شوې دي.
۲۷- پنځه دېرش کلنه زهرا د بامیان اوسېدونکې، وفات شوې ده.
۲۸- څلورویشت کلن ګل احمد د هرات اوسېدونکی،لادرکه دی.
۲۹- شپاړلس کلن حمید رضا موسوي، د حسین زوی د هرات اوسېدونکی لادرکه دی.

حریت ترکي ورځپاڼې د سمندري ځواکونو د یو افسر له خولې لیکلي چې په کښتۍ کې ټولټال ۴۲ افغان کډوال ناست وو چې ۱۲ يې ماشومان او ۷ یې مېرمنې وې.

د یادونې وړ ده چې تېره اونۍ د کډوالو نړیوال سازمان په خپل یوه راپور کې ویلي چې شاوخوا ۳۲۰۰ کډوال د روان کال په اوږدو کې په مدیترانې کې وژل شوي.

دغه سازمان داهم وايي چې په تېرو لسو میاشتو کې ۱۵۰ زره کسان له افریقا او منځني ختیځ څخه اروپا ته د بحر له لارې راغلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x