نړۍ

محمد خراساني د پاکستاني طالبانو نوی وياند وټاکل شو

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۱۷مه ۱۳۹۳ل):پاکستاني طالبانو د محمد خراساني په نوم د خپل تحريک يو غړی د نوي وياند په توګه ټاکلی دی.

باوري سرچينې وايي، چې پاکستاني طالبانو څو ورځې وړاندې خپل پخوانی وياند شيخ مقبول، چې د شاهدالله شاهد په نوم يې کار کاو، د عراق او شام اسلامي دولت سره د بيعت له امله له خپلې دندې ګوښه کړی و او تېره ورځ يې محمد خراساني د نوي وياند په توګه وټاکه.

پاکستاني طالبانو رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د ملا فضل الله په مشرۍ د دوی شورا پرېکړه کړې، چې د شاهدالله شاهد پر ځای به محمد خراساني د دوی وياند وي.

پاکستاني طالبان تل د خپل وياند لپاره مستعار نومونه کاروي او د اوسني وياند اصلي هويت يې هم نه دی په ډاګه کړی او يوازې دومره يې ويلي، چې محمد خراساني د دوی نوی وياند دی.

يو شمېر سرچينو د پاکستاني طالبانو له قوله ليکلي، چې د محمد خراساني اصلي نوم مفتي خالد دی، چې د پاکستان د شمالي سيمې ګيلګيت بلتستان اوسيدونکی دی.

ويل کيږي، چې مفتي خالد «محمد خراساني» دېرش کلن ځوان دی او د پاکستاني طالبانو لوړپوړی فعال غړی دی او له دې مخکې چې حکيم الله محسود د پاکستاني طالبانو مشر و، محمد خراساني د پاکستاني طالبانو د پنځه کسيزې فرهنګي شورا غړی و.

د سرچينو له قوله محمد خراساني په ژورناليستيکو چارو کې پراخه تجربه لري او په پښتو، اردو او عربي ژبو روانې خبرې کولای شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې پاکستاني طالبان خيبر ايجنسۍ کې د لشکرالاسلام ډلې پر ضد د پاکستاني پوځيانو د عملياتو په غبرګون کې د لشکراسلام ملاتړ کوي او خپلو ملګرو ته يې ويلي، چې د لشکراسلام په ملاتړ پاکستاني پوځيانو سره وجنګيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x