fbpx

کندهار: دولسی جرګي پخوانی ازاد کاندید حاجي محمد شاه خان اچکزی ووژل شو

muhammad_shah_achakzaiنن ټکی آسیا: د نامعلومو کسانو له خوا دولسی جرګي لپاره پخوانی ازاد کاندید حاجي محمد شاه خان اچکزی ووژل شو.

پېښه نن سهار د کندهار ښار د شنو ګنبدو په سیمه کې را منځته سوه، کله چې په موټر سایکل سپرو کسانو په نومړي ډزي وکړي، وروسته برید کوونکي د پيښي له ځایه په کامیابی سره وتښتېدل.

ښاغلي حاجی محمد شاه اچکزي په تېرو انتخاباتو کې چې په تېر کال کې تر سره سوه 453 رايي وړي وي او ناکامه اعلان سوی وو.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په خپله پاڼه الاماره کې د برید پړه پر غاړه اخیستی او ویلي دی چې دده سره یو تن ساتونکی عسکر هم ددوی د مجاهدینو له خوا وژل شوی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د