نظــر

خامنايي ته د اوباما پټ ليک د اوباما د ستراتيژي د ناکامۍ په معنا دی

ليکوال: عبدالباري عطوان – د عربي چارو لندن ميشتی کارپوه او د «رأي اليوم» تحليلي ويبپاڼې مسؤؤل مدير

ژباړن: احمدالله احمدزی

د امريکا ولسمشر بارک اوباما د ايران مذهبي لارښود اية الله علي خامنايي څخه د يو پټ ليک په ترڅ کې غوښتنه کړې، چې د اسلامي دولت پر ضد د دوی ګټې شريکې دي او دوی بايد عراق او شام کې د اسلامي دولت پر ضد په ګډه همکاري وکړي وکړي. د اوباما دا څرګندونې درې موخې لرلای شي

اول: اوباما په غير مستقيمه توګه دا منلې، چې عراق او شام کې د اسلامي دولت پر مرکزونو د امريکا په مشرۍ د نړيوال ايتلاف بريدونه او بمبارۍ له بشپړې ناکامۍ سره مخ دي.

دوهم: چې د اسلامي دولت د ستر ګواښ پر وړاندې امريکا په خپلو عربو ايتلافيانو باور نه لري او اوس امريکا په دې پوه شوې، چې سيمه کې يې ګټې له سختې ننګونې سره مخ دي.

درېيم: د امريکا او ايران تر منځ د ايران د اتومي پروګرام په اړه به راتلونکې يکشنبه عمان کې غونډه پيليږي، چې د امريکا استازی به د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري او د ايران له لوري به د جان کيري ايرانی سيال ډاکتر جواد ظريف وي.

ايران له ډېرې مودې په خپله خبره ټينګ دی، چې دوی د يوارنيمو د غني کولو له پروګرامه نه تېريږي او له همدې امله د دواړو هېوادونو تر منځ خبرې اترې په ټپه ولاړې دي.

امريکا غواړي، چې ايران ته د اسلامي دولت پر ضد د ګډې همکارۍ د وړانديز له امله د اتومي پروګرام د خبرو اترو ولاړه لړۍ هم روانه کړي.

د اوباما له لوري د ايراني انقلاب مشر اية الله علي خامنايي ته د څلورم پټ ليک دی، چې لېږل کيږي، مګر د خامنايي له لوري ورته تر اوسه څه ځواب نه دی ورکړی شوی او اوباما تر اوسه هم نه دی نهيلی شوی او د خپلو اړيکو د ښو کولو لپاره يې له نورو سرچينو هم کار اخيستی. د مثال په ډول د عراق نوي ولسمشر حيدر العبادي او د عراقي شيعه ګانو مذهبي پيشوا علي اليسستاني څخه يې په دې اړه پوره مرسته تر لاسه کړې ده.

د پام وړ ځای په کې دا دی، چې اوباما ايران سره د اړيکو په اړه له خپلو ايتلافيانو له لکه سعودي او اسراييلو سره هم سلا مشوره نه کوي. ۲۰۱۲ کال کې امريکا د عمان پلازمېنې مسقط کې ايران سره د اتومي پروګرام په اړه خبرې اترې پيل کړې، چې ايران په کې دا ګټه تر لاسه کړه، چې يو شمېر اقتصادي بنديزونه ترې لرې شول.

اوباما په څلورو واړو پټو ليکونو کې ايراني چارواکو ته ډاډ ورکړی، چې د امريکايي بمبارۍ موخه د ايران او د هغه د ملګرو «سوريې» کمزوري کول يا وېرول نه دي، بلکې د دوی ګډ دښمن اسلامي دولت پر ضد يې ټولې بمبارۍ روانې کړي او له همدې امله د سوريې ولسمشر بشارالاسد ډاډه دی او مخالفين انديښمن دي.

تر اوسه په دې نه پوهېږو، چې ايران به د امريکا د غوښتنې په اړه څه ځواب ووايي، مګر ايراني مشران اوس هم امريکا «ستر شيطان» بولي او خامنايي پر امريکا تور لګوي، چې اسلامي نړۍ کې يې خلک په لانجو اخته کړي او هر ځای کورنيو شخړو ته لمن وهي.

امريکايي ولسمشر ايراي چارواکو ته ځکه عاجزي کوي، چې امريکا ايران د سيمې د يو قوي هېواد په توګه پيژني او پوهيږي، چې ايران ستر نظامي قوت دی او ډېر پر مختللي توغندي، سمندري بېړۍ، څارګرې الوتکې او نور داسې نظامي جاسوسي الات لري، چې رادار يې هم نه شي کشفولی، نو له همدې امله ايران سره په ډېر احتياط تعامل کوي او په مقابل کې عربي چارواکو سر د دې پر ضد تعامل کوي. امريکا او لويديځ عربي چارواکو سره ډېر ناوړه چلند کوي او د خپلو وسلو د خرڅلاو ښې پروژې يې بولي او د خپلو وسلو مارکيټ يې پر همدې عربو ګرم ساتلی دی.

کېدای شي، چې ايران د امريکا له دې کمزوري ستراتيژيک موقف څخه ګټه پورته کړي او د اسلامي دولت پر ضد به د امريکا په مشرۍ نړيوال کې ګډون وکړي؛ ځکه چې ايران اسلامي دولت د ځان لپاره مستقيم ګواښ ګڼي او ايران به هيڅکله په دغه ايتلاف کې د ګډون لپاره له خپل اتومي پروګرامه تېر نه شي لکه څرنګه يې، چې د مسقط په پټو مذاکراتو کې په خپل موقف ټينګار کړی دی.

ايران ويلي، چې دوی تيار دي، چې کردستان ته وسلې او خپل پوځ ولېږي، تر څو د اسلامي دولت پر ضد روانه جګړه کې برخه واخلي.

اوس پوښتنه دا ده، چې د امريکا په مشرۍ روانه جګړه کې د ايران ګډون به روانې جګړې ته څه ګټه ورسوي کنه؟

د دې سوال ځواب ډېر ستونزمن دی؛ ځکه چې ايران اوس هم د لوبې مهمې پاڼې خپلې سينې پورې پټې نيولې، تر څو يې د ايران دښمنان ونه ويني، مګر د حالاتو له مخې پرېکړه کولی شو، چې ايران به د امريکا په مشرۍ دغې جګړې کې ګډون وکړي او دغې تاواني ګټې لپاره يې سترګې پټې کړي دي او ايران اوس هم عراق، سوريې او لبنان کې نيابتي جګړه کوي او که د سوريې نظام سره د ايران نظامي او مالي «عراقي مليشې او حزب الله، چې د ايران په مرسته د اسد ملاتړ کوي» مرستې نه وای، نو د بشارالاسد رژيم به د سيمه ييزو هېوادونو د سختو بريدونو او مخالفتونو په مقابل کې څلور کاله مقاومت نه وی کړی.

ايران غواړي، چې امريکا او ملګري يې په دغه جګړه کې ښکېل وساتي او ناکامي سره يې مخ کړي، مګر په يو شرط به دغې جګړه کې ګډون وکړي، هغه دا چې امريکا ورسره ومني، ايران دې خپل اتومي پروګرام سرته ورسوي او سيمه کې دې يو ستر نظامي ځواکو په توګه ځان وځلوي او د ګردې سيمې د پرېکړې واک هم له ځان سره ولري او د امريکا له لرويې ښکاري، چې د ايران دغه غوښتنه به ومني، ځکه چې عربي هېوادونو سره ډېره ناوړه او له سپکاوي ډکه رويه کوي او له همدې ځايه ښکاري، چې ايران سره د اوږدمهالې دوستۍ هوډ لري.

اوس چې يوازې د کوباني جګړې نژدې دوه مياشتې وخت ونيو او د عراق، سوريې او ترکيې کردانو او ازادۍ جنګياليو «الجيش الحر» په ګډون د امريکايي ايتلاف څو ډوله جنګي الوتکې په کې برخه اخلي او دغه سيمه کې يې اسلامي دولت په شا نه دی تمبولی، نو ګرد اسلامي دولت به څنګه له منځه يوسي.

ځواب يې تاسې ته پرېږدو او راتلونکې مياشتې او کلونه به جګړه ييزو جبهو کې ډېر تغييرات راولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Samad

سي ايو ارخ فتوي بل شكاره كيزي

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x